ماحول ښه كول زمونږ فرض دے

image
APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي ماحول ښه كول زمونږ فرض دے٬ د تېرو دوو ورځو راهسې د كراچۍ ټول نظام بلاك دے٬ چې بنيادي سوب ئې د پلاسټك كسوړې دي٬ دې لپاره د شعور بېدارولو كمپائن ډېر ضرورې دے٬ د څلوارلسم اګست نه د دې كمپائن پېل د اسلام آباد نه كوٶ۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښې د ”پلاسټك فري پاکستان” دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل ماحول ښه كول زمونږ فرض دے٬ د تېرو دوو ورځو راهسې د كراچۍ ټول نظام بلاك دے٬ چې بنيادي سوب ئې د پلاسټك لفاقې دي٬ ځكه چې پلاسټك بېګز ډي ګرېډ اېبل نه دې ۔ خارجه وزير په كمپائن په پېل كولو د موسمياتي بدلون وزارت له مباركي وركړه او وئ وئېل د څلورالسم اګست نه د دې كمپائن پېل اسلام آباد څخه كوٶ او زه دا خوښي لرم چې خارجه وزارت د دې پېل وكړي او هر وګړې دا ذمه واري محسوسه كړي دغسې چې مونږ پاكستان كلين اېنډ ګرېن جوړ كړې شو۔ ده په خاص توګه په ځوانانو زور رواړو چې ھغوې په دې كمپائن كښې راوړاندې شي ځكه چې ځوانان د كال 2018 په ټاكنو كښې د سياسي بدلون سوب جوړ شوي او نن د ماحول په بدلولو كښې هم ځوانان خپل كردار لوبولې شي ۔ خَارجه وزير په دې موقع د خارجه چارو وزارت “ګرېن وزارت” وګرځولو۔ په دې موقع د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل په ګډون كوٶنكو كښې د كارولو وړ كسوړې اوېشلې

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں