اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د خزانې او محصولات لپاره د وزيراعظم خاص صل??حك??ر ډاكټر عبدالحفيظ شېخ وئېلي دي حكومت معيشت په سم پلو روانولو سره په رامخې ته شوو چېلنجونو قابو موندلې٬اوس د كاروبار او كركيلې په ډول مهمو څانګو كښې پرمختګ ته وده وركولو لپاره ښه چاپیرچل پیدا كولو سره د شرح نمو پلو پام ګرځولې شوې۔نړيوالو بانكونو او مالياتي ادارو د پاكستان ??ه كيپټل ماركيټ كښې د سرمايه كارۍ منتظر غېر ملكي سرمايه كارو استازو سره په خبرو كښې ده ووئيل مونږ د كركيلې په څانګه كښې درې فيصده د زياتېدو هيله لرو كومه چې د تېرو پنځو كلونو څخه د جمود ښكار وه او مونږ د فصلونو پید??وا??يت كښې زياتوالې او د آ??ي وسائل ښه انتظام د لارې په دې لړ كښې د 250 اربه روپۍ سرمايه كاري كوو۔د خزانې صل??حك??ر ملاقات لپاره راغلې غېر ملكي سرمايه كارو ته په اقتصادي تنزلۍ قابو موندلو لپاره په دې وروستيو مياشتو كښې د حكومت لخوا د پورته كړو بېلو پالېسو او اقداماتو جائزه ??م وړاندې كړه او په برآمدات كښې د زياتوالي٬محصولات وصولو كښې ښه والې٬د ټېكس فائلرز په شمېره كښې زياتوالي٬نان ټېكس محصولات كښې زياتوالي او د كاروبارونو آسانيو لپاره د اقداماتو په تناظر كښې د مثبتو نتيجو څخه ئې هم هغوي خبر كړل