د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود د قامي نصاب كونسل د دويمې غونډې نه پس مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي يو قام جوړېدو لپاره يو نصاب ضروري دے٬ د ټول سټېك هولډرز ځان سره مخ وړاندې روان يو٬ تر دسمبر كال 2019م به د نصاب خدوخال واضح كړې شي٬ د اسلاميات د مضمون نوي نصاب تيارولو لپاره يوه نوې خاص كمېټي ترتيب كړې شوې۔ د ګل په ورځ د قامي نصاف كونسل د دويمې غونډې نه پس مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل دا د تاريخ مهمه ورځ ده٬ په دې ورځ هر ډول مكتبه فكر سره تعلق لرونكي او صوبائي استازي د قامي نصاب تيارې لپاره په يو مېز راغونډ شي۔ ده ووئيل دا د قامي نصاب كونسل په ودانې كښې وړومبنې غونډه وه۔ زمونږ حكومت د يو ډول نصاب تيارې لپاره پوخ عزم لري۔ ده ووئيل تر دسمبر كال 2019م به د نصاب خدوخال واضح كړې شي٬ د اسلاميات د مضمون نوي نصاب لپاره يوه نوې خاص كمېټي جوړه كړې شوې۔ ده ووئيل مونږ هڅه كوو چې يو ډول تعليمي نصاب سره سره يو ډول تعليمي سرټيفكېټ هم وي۔ په دې كښې به پنځه كاله لګي خو داسې كول به ضروري وي۔ ده ووئيل مونږ به په دې لړ كښې ټولو سره مشوره كوو۔ ده ووئيل د سائنس او رياضې نه علاوه به ټول مضامين په اردو او ځائي ژبو كښې وي

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں