نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان سره د اېمنسټي انټرنېشنل عم??مي سېكتر ك??مي نائيډو ملاقات وكړو۔ د ملاقات په موقع وز??راعظم په مقبوضه جمو او كشمير كښې د وروستيو پېښو او د بشري حقونو څخه سرغړونې په نړيواله كچه په ډاګه كولو كښې د اېمنسټي انټرنېشنل د كردار ستائنه وكړه۔ د دې ځايه جاري شوي بيان له مخې وز??راعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د عم??مي اسمبلۍ په غونډه كښې ګډ??ن لپاره د امريكې دورې په مهال د اتوار په ورځ د اېمنسټي انټرنېشنل عم??مي سېكتر سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع وز??راعظم ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو ډلو ته اولس ته رسنه نه شي وركولې۔ وز??راعظم په مقبوضه جمو او كشمير كښې د وروستيو پېښو او د بشري حقونو څخه سرغړونې په نړيواله كچه په ډاګه كولو كښې د اېمنسټي انټرنېشنل د كردار ستائنه وكړه او وې وئيل چې اېمنسټي انټرنېشنل په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو حقيقي صورتحال وړاندې كولو او د 7 اونيو د اوږد لاك ډاؤن سره مخ د كشميرې ابادې غږ اورولو لپاره مهم كردار ترسره كړې۔ د دوي په هڅو په نړيواله ټولنه كښې د كشميري اولس د كشالو په اړه خبرېدو كښې مرسته شوې۔ وز??راعظم د هند لخوا د پېلټ ګنز استعمال او د دې په كشمري ځوانانو د كېدونكي اثر په اړه د اېمنسټي راپور وستائيلو۔ په دې موقع خارجه وز??ر ووئيل چې د كشميري اولس د سول سوسائټې په وكالت كښې مرسته جاري ساتلو لپاره د د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو دوه راپورونه قوي بنياد دے۔ د اېمنسټي انټرنېشل عم??مي سېكتر ك??مي نائيډو وز??راعظم د كشمير خبرو ته پرېږدئ د اېمنسټي اېډوكېسي كار په اړه بريف كړو۔ ده وز??راعظم د ماحولياتي انصاف په اړه د اېمنسټي د كار نه هم خبر كړو او د ماحولياتي بدلونو د اړوند مسئلو په اړه ئې وز??راعظم ته په ګلوبل ساؤتهـ اېډوكېسي د غور كولو تجويز وركړو۔