پېنډې 20 اکتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ ډي جي مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي چې پاك پوځ به په اېل او سي د معصوم وګړو حفاظت روان ساتي او د اېل او سي په خلاف ورزې به هندي پوځ ته ناقابل برداشت زيان رسوي٬ هندي پوځ په جو??ا٬ شاه كوټ او نوسېري كښې په بلا اشتعال ډزو د پاك پوځ لخوا د پوخ ځواب نه پس د خپلو عسكرو جسدونه او ژوبل شوي پورته كولو ل??اره سپين بېرغ هسك كړے٬ بايد هند د بې ګناه وګړو نښه په وخت د پوځي اقدارو خيال ساتلې و۔ د اتوار په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې په كنټرول لائن د هندي پوځ په بلا اشتعال ډزو كښې د پاك پوځ لانس نائيك زاهد او پنځه وګړي شهيدان شوي دي او د دوه سپاهيانو پشمول 5 وګړي ژوبل شوي دي كوم چې ډسټركټ روغتون ته رسول شوي دي۔ پاك پوځ د هندي اشعال ګرې موثر ځواب وركړے او په نتيجه كښې ئې 9 هندي عسكر مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي چې د هند لخوا د كېمپونو په نښه كولو د غلطې دعوې جو??ز لپاره معصوم وګړي په نښه كولې شي خو هند به د ډزبندې په خلاف ورزې تل پوخ ځواب ترلاسه ??وي۔ ده ووئيل چې پاك پوځ به په اېل او سي د معصوم وګړو حفاظت روان ساتي او د اېل او سي په خلاف ورزې به هندي پوځ ته ناقابل برداشت زيان رسوي۔ مېجر جنرال آصف غفور ووئيل چې آزاد ??شم??ر ته د ملګرو ملتونو مبصرين٬ ملكي او غېر ملكي مېډيا په اسانې سره رسنه لري خو په مقبوضه جمو او ??شم??ر كښې دا آزادي نشته۔