اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د مصنوعي ذهانت په اړه د پاكستان او جاپان ترمينځه مرستې زياتولو ته اړتيا ده٬د پاكستان د نيمې څخه زياته آبادي په ځ??ان??نو مشتمل ده چې له امله يې په دې اړه د مخ په وړاندې تللو زيات امكانات شته۔د جاپان ټي وي نيوز 24 سره په خپله مركه كښې اولس مشر ووئيل ما پھ ذاتي هڅو د مصنوعي ذهانت په اړه كښې تربيت?? نظام پېل كړی چې له مخې به يې په دوو كلونو كښې يو لك د مصنوعي ذهانت پوهان رامخې ته كولې شي۔اولس مشر د جاپان حكومت په بلنه د جاپان شهنشاه روهيټو تاج پوشۍ ??ست??ره كښې ګډون له د جاپان په دوره تللے دے۔اولس مشر د جاپان سافټ ويئر كمپنو له بلنه وركړه چې په پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي۔ده ووئيل په پاكستان كښې د جاپان سرمايه كارۍ لپاره زياتې څانګې شته ٬ په خاص توګه د سافټ ويئر په جوړولو كښې زياتې موقعې شته۔ده ووئيل دې سره به په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ نوې دروازې پرانستلې شي۔ده ووئيل پاكستان د آبادۍ په لحاظ سره د نړۍ پنځم لويې هېواد دے كوم چې يو لويې ماركيټ هم دے۔ده ووئيل پاكستان امن خوښې هېواد دے او د خبرو اترو د لارې ټولې مسئلې حل كول غواړي۔په دې موقع اولس مشر د پاكستان او جاپان ترمينځه د اړيكو لا مستحكمولو خواهش څرګند كړو۔ده ووئيل زه د جاپان كلتور او تاريخ سره مينه لرم كله چې جاپان ته راځم يا پھ پاكستان كښې د جاپان د وګړو سره ملاقات كوم نو ماته د هغوي د مينې او خوشحالۍ احساس محسوسووم ۔ ده ووئېل د تاج پوشي ??ست??ره كښې ګډون زما لپاره د اعزاز خبره ده او دا د دې ځاې پخوانۍ روايت دے۔