وزيراعظم عمران خان د ساهيوال پیښې د پريكړې په ضد د اپيل كولو سپارښتنه وكړه

image

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د ساهيوال په پېښه كښې د ككړو 6 پوليس اهلكارو په خوشې كولو د تشويش څرګندونې سره سپارښتنه كړی چې د پريكړې په ضد دې اپيل وكړی شي٬د دغې استغثې كمزورو او پلټنو سره د زمه وارو په ګوته كولو لپاره دې اعلٰی كمېټي جوړه كړې شي۔د جمعې پھ ورځ د داخله وزارت د اړخه د پنجاب چيف سېكتر او پوليس آئي جي ته لېكلې شوې مراسله كښې وئېلي شوي وزيراعظم عمران خان په پېښه كښې د ككړو 6 اهلكارو په خوشې كولو د تشويش څرګندونه كړی ده ۔مراسله كښې وئېلي شوي استغثٰی د ملزم په ضد مقدمه ثابتولو كښې ناكامه شوې ځكه چې په ګواهانو كښې چا هم د پیښې شهادت نه دې وركړی۔دې سره انصاف وركولو كښې د افسوس وړ مثال رامخې ته شوې۔وزيراعظم سپارښتنه كړې چې د پريكړې په ضد دې اپيل وكړی شي او پراسيكيوشن ډيپارټمنټ ته د حقيقي ګواهانو د لارې د مقدمې مخ په وړاندې بوتللووئېلې شوي ٬ دغسې چې ملزمان انصاف سره مخ كړی شي٬تحقيقات او د استغثې پلټنو او د زمه ارو په ګوته كولو لپاره دې اعلٰی كچ كمېټي جوړه كړې شي دغسې چې كمېټي دا غلطۍ او خرابۍ رامخې ته كولو سره د زمه وارو پیژندګلي وكړي ٬د چا په اقداماتو او غېر فعالېدو سره چې شكمند كسانو ته ګټھ رسېدلې٬د مراسلې په مندرجاتو٬اقداماتو په دريو ورځو كښې راپور غوښتلې شوې ۔مراسله كښې وئېلي شوي د دغې احكاماتو د تعميل كولو راپور دې د كورنيو چارو وزارت او د وزيراعظم دفتر ته په دريو ورځو كښې وړاندې كړی شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں