نانكانه صاحب 28 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي ټول اپوزېشن كه هر څه وكړي ٬تر څو چې زه ژوندې يم ??ا له به هم اېن آر او ورنه كړې شي٬د چارټر آف ډيموكرېسي په نتيجه كښې تېرو حكمرانانو د هېواد قرض 6 زره اربه نه 30 زره اربه ته رسولې٬د وزيراعظم ټاكلې كېدو نه پس ما په وړومبۍ وېنا كښې وئيلي وو يو وخت به راځي چ?? د ??ېواد ټوله كرپټ مافيا به يوځاې كېږي٬د ورلډ بانك په راپور كښې وئېلي شوي په كاروبار كښې آسانيو پیدا كولو په حقله پاكستان په نيمه اوچه په وړومبي لمبر او په نړۍ كښې په پنځم لمبر دے۔خپل ټول وسائل به په تع??يم خرڅ كوو ځكه چې د تع??يم په بنياد هېواد پرمختګ كوي٬د تع??يم نه غېر كومه هم ټولنه پرمختګ نه شي كولې٬لويو لويو دربارونو سره چې د اوقاف څومره هم زمكې دي پھ هغې به پوهنتونونه جوړولې شي۔زمونږ څخه دا پوښتنه شوې چې تاسو د نواز شريف د ژوند ضمانت وركولې شۍ نو زه وائيم ??ې د خپل ژوند ضمانت هم نه شم وركولې٬ما نواز شريف له د ښو طبي آسانيو وركړې باوري كړې۔د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د باباګرونانك پوهنتون د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم د آزادي مارچ په حقله ووئيل د وزيراعظم ټاكلې كېدو نه پس ما په وړومبۍ وېنا كښې وئيلي وو يو وخت به راځي چ?? د ??ېواد ټوله كرپټ مافيا به يوځاې كېږي۔ده ووئيل د چارټر آف ډيموكرېسي په نتيجه كښې د تېر وخت حكمرانانو د هېواد قرض 6 زره اربه نه 30 زره اربه ته رسولې۔وزيراعظم ووئيل د غېر ملكي ادارې او آئي اېم اېف پشمول ټول وائي چې پاكستان د اصلاحاتو د لار?? د ??ېواد معيشت مستحكم كړې٬ده د ورلډ بانك راپور حواله وركولو سره ووئيل ورلډ بانك په خپل راپور كښې وئېلي پاكستان كاروباري آسانۍ پیدا كړي٬په دې حقله په نيمه په وچه كښې پاكستان په وړومبي لمبر او پھ نړۍ كښې په پنځم لمبر دے۔ ده ووئېل د آزادي مارچ كوونكو څخه حكومت نه يرېږي٬داسې څه وجه ده چې هغوي د وزيراعظم څخه استعفٰی غواړي۔ده ووئيل تاريخ دې اوكتلې شي چ?? د ??ي ټي آئي په وړومبي كال كښې تر ټولو كمه ګرانۍ راغلې ۔ ده ووئېل مسئله دا ده هغه ټولو ته معلومه ده چې هېواد ??ا او څنګه لوټلې۔وزيراعظم ووئيل په هغوي مقدمې زمونږ په دور كښې نه دي جوړې شوې۔وزيراعظم ووئېل ټول دې په يوځاې مارچ وكړي او چې څه هم وكړي تر څو چې زه ژوندې يم اېن آر او به نه وركړې كېږي۔ده ووئيل په تېر وخت كښې دوه اېن آر او وركړې شوي٬يوه مشرف چې هغه سعودي عرب ته لېږلې وو او دوئمه آصف علي زرداري له وركړې شوې۔ده د پوهنتون د بنياد تيګې په اېښودو د پنجاب اعلٰی وزير او د كورنيو چارو وزير له مباركي وركولو سره ووئيل هغوي د باباګرونانك په 550مه زېږدنه ورځ عملي اقدام كړې۔ده ووئيل د نړۍ په تاريخ كښې د تع??يم نه بغېر كومه هم ټولنه پرمختګ نه شي كولې٬زمونږ بدقسمتي دا ده په يو وخت كښې مونږ د تع??يم په مېدان كښې تر ټولو وړاندې ؤ خو بيا مونږ تع??يم ته پام لرنه اونه كړه او شاته پاتې شوو۔ده د پنجاب اعلٰی وزير ته ووئيل دا اوقاف د مزارونو په خوا كښې زمكو باندې پوهنتونونه او روغتونونه جوړ كړئ٬عزت وركونكې لوے څښتن دے او تر ټولو زيات عزت هغه چا له وركوي څوك چې د انسانانو خذمت كوي۔ده د يو كتاب حواله وركولو سره ووئيل په تېر وخت كښې په ځينو مدرسو كښې د سيكهانو او هندوانو بچو هم تع??يم ترلاسه كولو۔ده د يو ډول د تع??يم په نظام خبره كولو سره د تع??يم وزير ته ووئيل يو فورم دې بېل رائج نظامونه يو كړي۔ده ووئيل مونږ د مدينې رياست خبره ځكه كوو چې پېغمبر(ص)په كومو اصولو د مدينې رياست قائم كړے د هغې ترمخه دغه يو كامياب رياست ؤ ۔ده ووئيل د مدينې په رياست كښ?? د ??انون سرلوړي وړومبې اصول وو٬له بده مرغه دلته د مالداره لپاره يو قانون او د عام وګړي لپاره بل قانون دے۔وزيراعظم ووئيل بايد د قانون او رياست په نظر كښې ټول برابر وي او د ټولو لپاره يو ډول حقونه وي۔وزيراعظم ووئيل مونږ له به په تع??يم زور راوړل وي ځكه چې په هېواد كښې زياته آبادي په ځوانانو مشتمل ده۔ده ووئيل د لويو لويو دربارنو سره چې څومره هم د اوقاف زمكې دي په هغې به پوهنتونه جوړولې شي چې ورسره به د هېواد معيشت پرمختګ وكړي