اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) ??ار??ه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د اېران لخوا د مسافرو د الوتكې د ??ېښ?? چې كوم اعتراف راغلې، دې سره په تشويش كښې د كمي هيله ده، د وزيراعظم په هدا??ت اېران، سعودي او امريكې ته ځم. د خالي په ورځ په يو وېډيو پېغام كښې ??ار??ه وزير ووئيل چې د پاكستان دا دريځ دے چې دا منطقه نور تاٶ تريخوالې يا جنګ نه شي زغملې. مونږ به تاٶ تريخوالې كمولو لپاره خپل كردار ترسره كوو.ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په هدا??ت اېران ته ځم، هلته به ايراني مشرانو سره ملاقات كوم، بيا به سعودي ته ځم او د سعودي ??ار??ه وزير سره به هم ملاقات كېږي. د دې نه پس به امريكې ته هم ځم. ده ووئيل چې ضرورت د دې خبرې دے چې د اېران او امريكې كړكېچ كم كړے شي. ده ووئيل چې د اولس مشر ټرمپ د اوسني بيان نه هيله پېدا شوې.