اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترس سره د كډوالو پلاوي ملاقات وكړو. د اتوار په ورځ د پاكستان دورې په مهال د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره په اسلام آباد كښې ?? افغانستان، يمن او د تاجكستان د كډوالو پلاوي ملاقات وكړو. په دې موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ووئيل چې پاكستان مېلمه پال هېواد دے. د افغان كډوالو مېلمستيا لپاره پاكستان غوره اقدامات كړي دي. د اوږدې مودې نه د كډوالو په كوربتوب كولو د پاكستان مننه كوم. پاكستان ?? تركيې نه پس د كډوالو كوربتوب كوونكې دوهم لوي هېواد دے. ده ووئيل چې د دې دورې مقصد د پاكستان ستائنه كول دي. په افغانستان كښې ?? جنګ نه پس 45 لكه كډوال پاكستان ته راغلل. د كډوالو پلاوي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په پاكستان كښې ?? تعليم، كاروبار او د هنر په اړه د تجربو نه خبر كړو. په دې وخت كښې په پاكستان كښې 27 لكه كډوال مېشته دي. پلاوي ووئيل چې پاكستان عظيم قوم دے كومو چې زمونږ مېلمستيا كړې.