اسلام آباد ۔ 11 اپرېل (اے پی پی) د وزیر اعظم عمران خان خاص هدايت له مخې د كورونا لاك ډاؤن ځپلې بې وزله طبقې مستحقو كورنيو مرستې له د احساس اېمرجنسی کېش پروګرام د اپرېل 9 مې نېټې پېل څخه تر دې دمه په 60 ساعتو كښې 13.18 بلین روپۍ 1.098 ملین مستحقو كورنيو ته وركړې شوې ۔ پروګرام څخه به په مجموعي توګه هېواد كښې 120 لكه كورنۍ استفاده وكړي۔ د ادائيګۍ په مهال د روپو په ناجائزه توګه كمي كوؤنكي د سندھ ٬ س??ئي??ي پنجاب او خېبر پختونخوا بېلو سيمو څخه 40 احساس كېش ريټېلرز نيولې شوي۔ د تخفیف غربت او سماجی تحفظ ډویژن لخوا د خالي په ورځ په ټويټر د جاري شوي تفصيلات له مخې د پروګرام ترسېوري لاندې تېرو 60 ساعتو كښې 13.18 بلین روپۍ 1.098 ملین مستحقو كورنيو ته وركړې شوي۔ په دې لړ كښې ګرد هېواد كښې د ډیجیټل ادائیګۍ 17,000 مرکزونه جوړ كړې شوي ۔ ډاكټر ثانيه نشتر و??ئي?? د زيارت ورځې څخه دا پروګرام پېل كړی شوے ؤ او په احساس اېمرجنسی کېش پوائنټس وګړي 12,000روپۍ كېش ترلاسه كوي۔ د?? و??ئي?? ما ټولو د احساس ريجنل چارواكو ته د خبرداري يوه مراسله لېږلې چې د احساس اېمرجنسی کېش آپرېشن په مهال به كوم ډول كوتاهي يا بدعنواني اونه زغملې شي۔ مستحقو وګړو ته دې د 12 ??ره روپو ادا كول باوري كړې شي۔ د?? و??ئي?? اولس د خپلو پ??ښت??و ځواب له په ټول فري ټېلې فون لائن 26477۔0800 رابطه كولې شي۔