اسلام آباد ۔ 20 اپرېل (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرې??ی وئيلي دي پاكستان افغانستان سره خپلې دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي۔ پاكستان به د يو مضبوط ، مستحکم، سوكاله او سولئيز افغانستان جوړېدو له مرسته روانه ساتي۔ د خارجه دفتر وياندې له مخې خارجه وزير د ګل په ورځ د افغانستان لنډ مهاله خارجه وزير حنيف آتمر سره ټېلېفوني تماس نيولے۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترم??نځ?? د کرونا وائرس خپرېدو مخنيوي ٬ دوه اړخيزه اړيكو او د سيمه ايز امن او استحكام په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير حنيف آتمر ته د افغانستان د لنډ مهاله خارجه وزير په حېث د منصب په سنبالولو مباركي وركولو سره هيله ولرله چې د هغه په موجودګۍ كښې به پاك افغان دوه اړخيزه اړيكې وده اومومي۔ شاہ محمود قرې??ی ووئيل پاكستان د يو ګاونډي هېواد په توګه افغانستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ ده ووئيل روان وبائي صورتحال تر مخه پاكستان د افغانستان په خواست افغان وګړو او د مال وړونكو كنټېنرز ت?? راتګ له يو شمېر ګامونه پورته كړي ۔ ده ووئيل هيله ده چې پاك افغان اړيكې لا مضبوطولو له به د اے پی اے پی پی اېس راروانه غونډه ډې??ه زر اوشي۔ ده ووئيل پاكستان افغان امن عمل كښې د مصلحت كردار په اخلاص سره ترسره كوي۔ ده ووئيل د امریکې او طالبانو امن لوظنامې په صورت افغان م??رت??به يوه ځانګړې موقع لري چې هغوي افغانستان كښې تل پاتې امن او استحكام باوري كولو له په ګډه هڅې وكړي۔ ده ووئيل پاكستان به د يو مضبوط ، مستحکم، سوكاله او سولئيز افغانستان جوړېدو له مرسته روانه ساتي