لاهور 13 جون (اے پي پي) د فېصل آباد انډسټريل سټېټ ډوېلپمنټ اېنډ مېنجمنټ كمپنې ﴿فيډمك﴾ چيئرمېن ميا كاشف اشفاق وئيلي دي چي د مالي كال 21-2020م ??فاقي بجټ متوازن، معتدل او ??مو دوست دے، د كورونا په نتيجه كښې د پېدا شوي معاشي بحران ، كورنيو او بهرنيو چېلنجونو سره هم په بجټ كښې ګڼ شمېر كاروبار دوست اقدامات شوي دي. د خالي په ورځ مېډيا سره پ?? خبرو كښې ده په هېواد كښې د اقتصادي چارو ودې لپاره د وزيراعظم عمران خان عزم وستائيلو او د برآمداتو په حجم كښې اضافې لپاره صنعتونو ته د مراعاتو وركولو ئې هركلې وكړو. ده ووئيل چې حكومت پرمختيائي پروژو لپاره زيات ??نډ بېل كړے كوم چې قومي پرمختګ او خوشحالې لپاره د پي ټي آئي د مشرتابه د هڅو مظهر دے. ده ووئيل چې وفاقي حكومت د قومي معيشت پرمختګ لپاره مثبت اقدامات كړي دي. ميا كاشف ووئيل چې هېواد د اوسني معاشي دلدل نه ويستلو لپاره به تجاران د حكومت د معاشي پالېسو مكمل ملاتړ كوي