اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د كابينې د اقتصادي رابطه كمېټې پنجاب كښې په قحطې ملخانو قابو موندلو لپاره د آلاتو اخستو ??ه لړ كښې د 100 مليونه روپو، د سول آرمډ فورسز د كار استعداد كښې بهتري راوستلو لپاره د 4.5 اربه روپو، د كورونا وائرس وبا په اړه په مېډيا كمپائن چلولو لپاره د اطلاعات او خپرونو وزارت لپاره د 500 مليونه روپو پشمول د ګڼ شمېر تكنيكي ضمني ګران??س منظوري وركړې ده . كمېټۍ د كورونا وائرس وبا په موده كښې روز??ار بچ كولو لپاره د سټېټ بېنك د ري فنانس سكيم موده تر ستمبر 2020 پراخه كړې. د كابينې د اقتصادي رابطه كمېټې غونډه د شورو په ورځ د وزيراعظم د خزانې او ??حصولات صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په مشرې كښې وشوه. په غونډه كښې پاكستان انټرنېشنل ائيرلائنز كارپورېشن لپاره د 3.2 اربه روپو د تكنيكي ضمني ګرانټ منظوري هم وركړې شوه.