اسلام آباد ۔ 22 جون (اے پی پی) د پارلماني چارو وزير مملكت علي م??مد خان وئيلي دي د پخوانۍ فاټا مسئلو حل كولو لپاره به حكومت بشپړه مرسته كوي۔ د ګل په ورځ قومي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې د ع??ي وزير په پورته كړو نكتو علي م??مد خان ايوان ته ووئيل تېره اونۍ محسن داوړ او اوس علي وزير خبره كړې ۔ دوي چې كومې ستونزې يادې كړې هغه مهمې دي۔ زه د حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركوم۔ زه به دوي سره كښنم او كه دوي د وزيراعظم په نامه كوم خط راكوي نو هغه به هم ورسوم۔ ده ووئيل صوبې سره اړوندې مسئلې به اعلی وزير ته وړاندې كړؤ ولې چې كه د پخوانۍ فاټا مسئلې حل شوې نو هېواد دښمنه قوتونو له به سپېس كم شي۔ د وزیراعظم’ او حکومت لخوا د مسئلو حل كولو باور دركوم۔ دغسې صدر نشیں امجد ع??ی خان علی وزیر ته علی م??مد خان سره په ګډه د چارو ترسره كولو هدايت وكړو او دامعامله ئې خاص كمېټۍ ته ولېږله