اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز وئيلي دي حكومت د هيواد او قام په ګټه د اېف اے ټی اېف په معامله قانون سازی كوي،په دې مهمه معامله هم اپوزیشن د هيواد د ګټې سوچ كولو نه غير سیاست كوي، اپوزیشن د اېف اے ټی اېف بل په وجه این آر او اخستل غواړي، جكومت به د چا په بلیك می??نګ كښې نه راځي، د ??وا?? شریف لندن كښې علاج څه چې ایكسرے هم نه ده شوي بلكه د ټیسټ رپورټس نتيجې هم جعلسازی ده، اوس وخت راغلے چې ??وا?? شریف بيرته راشي، په هغه چې كوم تورونه دي د هغې ځواب وركړي او خپل معاملات عدالتونو ته وړاندې كړي، ??وا?? شریف بيرته راوستلو له به ټولې قانونی ذريعې اختیارولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پی آئی ډی كښې پریس كانفرنس ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل تير وخت كښې حكمرانانو چې كومه تګلاره اختيار كړې وه د هغې د لارې د خپلو كسانو تحفظ لپاره ئې ادارې ??فلوج كړي او منی لانډرنګ له ئې وده وركړې ۔ده ووئيل زمونږ ازلی دښمن هند عمر له دا هڅه كوي چې د پاكستان ګټې ته زيان ورسوي او د پاكستان د اېف اے ټی اېف په بلیك لسټ كښې د اچولو لپاره تر څه حده كامیاب شوے هم ؤ چې له امله ئې د حكومت د اېف اے ټی اېف په معامله قانون سازۍ ته حاجت پيښ شوے۔ده ووئيل د اېف اے ټی اېف په اړه حكومت ډيرې ??ذاكراتي غونډې كړي او د كوویډ ۔ 19 صورتحال په وجه مونږ ته څه وخت هم ترلاسه شوے ؤ خو ستمبر كښې حتمی پریزنټیشن وركول دي او په دې د پاكستان نامه د دې فهرست څخه ويستلو په اړه پريكړه كيږي۔ ده ووئيل مونږ هڅې كوو چې پاكستان د دې صورتحال څخه رابهر شي كوم لپاره چې قانون سازی كیږي ٬ خو اپوزیشن د هيواد ګټې په حائ ذاتی ګټې له این آر او غواړي۔ ده ووئيل د اپوزیشن د اړخه 37 نكاتی غوښتنې رامخې ته شوي۔ ده ووئيل اولس خبرول غواړو چې كه په دې اړه فیصله د پاكستان په حق كښې ونه شوه نو هيواد ته به زيان ورسيږي ۔ ده ووئيل مونږ هڅه كوو چې په نیك نیتۍ سره مخ په وړاندې لاړ ??وو او د پاكستان د مفادات په هره كچه تحفظ وكړے شي۔ د اطلاعات وزير ووئېل اپوزیشن خواهش لري چې منی لانډرنګ له په بشپړه توګه اجازه وركړې شي او څوك هم تپوس كونكے نه وي خو د وزیراعظم عمران خان وژن واضحه دے چې د كومې هم بدعنوانۍ اجازه به ورنه كړے شي او نه به چا له او این آر او وركړے شي۔ده ووئېل د اپوزیشن كوم بلیك می??نګ سره به نه مخ كېږو۔ سېنېټر شبلی فراز ووئيل ??وا?? شریف د ناروغۍ په بهانه كولو لندن ته تللے خو ښه ټهيك ټهاك ګرځي، هغه په میډیكل ټیسټ كښې هم جعلسازی كړې، اوس وخت راغلے چې څنګه هغه په قانون پورې ??ژقې كړي او د ناروغۍ په بهانه تښتيدلے هغه دې هيواد ته راشي او كومې پوښتنې چې هغه څخه شوي د هغې ځواب په عدالت كښې وركړي۔ده ووئېل د ??وا?? شریف په لندن كښې علاج څه چې د هغه يوه ایكسرے هم نه ده شوې او مولانا فضل الرحمن او خپلو نورو ملګرو س??ه په رابطه كښې دے، قانون به خپله لا??ه پخپله راوباسي او پريكړه به عدالتونه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بايد میډیا اوګوري چې د اپوزیشن كردار هيواد او عوام دوسته دے یا هيواد دښمنه۔ ده ووئيل مرېم ??وا?? چې د كوم سیاست سوچ كوي هغه وخت تير شوے ٬ كله به چې هغوي په سپریم كورټ بريدونه كول، مریم ??وا?? كومې جلسې لپاره نه ځواب وركولو لپاره راتلله۔ ده ووئيل ??وا?? شریف ټیسټ كښې د جعلسازۍ د لارې عدالت له دھوكه وركړې، د كوم هيواد چې هغه درې ??ارې ??زیراعظم پاتې شوے د هغه هيواد د قانون هيڅ لحاظ نه كوي۔ ده ووئيل اسحاق ډار چې د كومې جعلسازۍ د لارې ایكسچینج ریټ په مصنوعی توګه په ځائې ساتلو لپاره د كال 6 اربه ډالره خرڅ كړي د هغې له امله صنعتونو ته زيان رسيدلے او صنعتی پیداوار قدر كم شوے۔ده ووئېل مونږ د ایكسچینج ریټ حقیقی پوزیشن ته راوستلے او پاكستانو مصنوعاتو برآمدات مستحكم كړے شوي