اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د ا??لا??ات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي وزيراعظم عمران ??ان ?? اظهار په آزادې باور لري، د حكومت لخوا په مېډيا كوم ډول فشار يا مدا??له نشته، د صحافت آزادي او جمهوريت يو بل لپاره لازم و ملزوم ګڼو، د مېډيا د ستونزو په حل كښې به سپېځلتيا او مېرټ باوري كوو. ده دا خبرې د نهې په ورځ د سي پي اېن اي پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره ملاقات كولو. د ملاقات په مهال د ا??لا??ات او خپرونو وفاقي سېكرټري اكبر حسېن دراني او پرنسپل انفارمېشن آفيسر شاهيره شاهد هم موجود وه. پلاوي د ا??لا??ات وزير د مېډيا د صنعت ستونزو نه په تفصيل سره خبر كړو. په دې موقع وفاقي وزير ووئيل د كورونا وبا په وجه بالمشافه ملاقاتونه كم شوي. د حكومت د موثره حكمت عملې په نتيجه كښې د كورونا صورتحال ښه شوے. وفاقي وزير ووئيل بايد د ملاقاتونو لړې روانه وساتلې شي چې دغسې په ستونزو خبرې وشي او د دې حل راويستلے شي. ده ووئيل وزيراعظم عمران ??ان ?? اظهار په آزادې باور لري، د حكومت لخوا په مېډيا كوم ډول فشار يا مدا??له نشته، د صحافت آزادي او جمهوريت يو بل لپاره لازم و ملزوم ګڼو۔ده ووئېل د مېډيا د ستونزو په حل كښې به سپېځلتيا او مېرټ باوري كوو. د سي پي اېن اي صدر عارف نظامي په مشرې كښې په ملاقات كوونكي پلاوي كښې جنرل سېكرټري ډاكټر جبار خټك، سردار خان نيازي، ارشاد عارف، ??ياز خان، كاظم خان، اعجازالحق، انور ساجدی، طاهرفاروق، حسن عابدی، غلام نبی چانډیو، عامر محمود ، حافظ ثناء الله، یوسف نظامی او امین حیدر شامل وو