اسلام آباد ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل د مخالفې ډلې په ګوندونو ټكونه كولو سره وئيلي دي مسلم لیګ (ن) هڅه کوي چې د بدعنوانۍ خپلو مقدمو څخه د خلقو پام بل پلو واړوي۔ هغه یو ??جي ټي وي چینل سره په خبرو کښې ووئيل د مسلم لیګ (ن) بدعنوانه مشرتابه د خلقو ګمراه كولو او په بې بنسټه ډنډورو كښې بوخت دے۔ هغه ووئيل عدالت دوي ته د اربونو روپو بندعنوانۍ په تور سزا اورولې ۔ ډاکټر شهباز ګل ووئیل نواز شریف یو ??جرم دے كوم چې په دروغ وئیلو هیواد نه تښتیدلے۔ هغه هېڅ حق نه لري جې د خپل ګوند غړو ته هدايات وركړي۔ هغه ووئیل وزيراعظم عمران خان د دې لوظ پخلے كړے چې د شریفې کورنۍ په شمول كوم هم بدعنوانه لارښود ته به هیڅ ا??ن آر او نه ورکړې کیږي. هغه زیاته کړه چې مونږ به نواز شریف ته هیڅ این آر او نه وركوؤ او د پخوانیو ??اکمننو لوټ شوې ملي پېسې به په هر قيمت هغوي څخه اخستلې شي۔ هغه ووئيل خلق له مافیاز نه خبر دي۔ هغه ووئيل د شریفې کورنۍ او د پخواني صدر آصف علي زرداري کورنۍ كوم سياسي سباؤن نه لري۔ هغه نواز شريف ته مشوره وركړه چې هغه په قامي ادارو باور ولري او خپلو مقدمو له هېواد ته راشي۔ هغه ووئيل زمونږ حكومت د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې په اولسي خ??مت كښې بوخت دے۔ نړيوالې ورورولۍ اولسي خ??ماتو له د وزيراعظم عمران خان د ستراتيژۍ اعتراف كړے ۔ شببهاز ګل ووئيل چا ته به هم د رياست په ضد د سازش كولو اجازه ورنه كړې شي