اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي ښه خارجه پالېسۍ لپاره د هېواد مع??شت استحكام ته اړتيا لري ٬د هېواد مع??شت قوي كولو لپاره د نورو هېوادونو سره به تجارت او برآمدات زياتول وي۔ده د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښې د معاشي سفارتكارۍ په حقله د اعلٰی پا?? غونډې مشري كوله۔په غونډه كښې په بېلو هېوادونو كښې د پاكستان سفيرانو د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو۔په غونډه كښې شريك هر مشن د معاشي سفارتكارۍ په حقله د ټاكلو اهدافو سر كولو لپاره د ه??و په اړه خارجه وزير له تفصيلي بريفنګ وركړو۔خارجه وزير ووئيل د ښه خارجه پالېسۍ لپاره د هېواد مع??شت استحكام ته اړتيا لري ۔مونږ له به خپل مع??شت قوي كولو لپاره د نورو هېوادونو سره خپل تجارت او ايكسپورټ زياتول وي۔ده ووئيل مونږ د وزيراعظم عمران خان وژن ته عملي شكل وركولو او په نړيواله كچه د پاكستان معاشي او تجارتي اړيكو ته ودې وركولو لپاره معاشي سفارتكاري عملي كول پیل كړی۔ده ووئيل د پاكستان او افريقې ترمينځه د معاشي او تجارتي اړيكو ودې لپاره مونږ تېر كال د تجارت وزارت سره په ګډه خارجه وزارت كښې (انګېج افريقا)كنفرنس كړے ا?? هم دغه سل??له مخ په وړاندې بوتللو له مونږ د تجارت وزارت په مرسته په 30 او 31 جنوري كال 2020 نيروبي كښې (وړومبے پاك افريقا ټرېډ ډوېلپمنټ كنفرنس) كړے۔ده ووئيل د كورونا وبائي صورتحال له امله معاشي اثرات كمولو او معاشي استحكام ترلاسه كولو لپاره به مونږ له په زړه پورې هڅې كول وي۔خارجه وزير د معاشي سفارتكارۍ په حقله ټاكلې اهداف سر كولو لپاره د سفيرانو د اړخه په شوو هڅو د اطمينان څرګندونه وكړه