اسلام آباد 24 نومبر(اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان د اړخه کم آمدن لرونكو طبقو له د بنیادی آسانيو وركولو په لړ كښې د پناہ ځايونه جوړول يو انقلابی اقدام دے ٬ دې څخه به لږ ??مدن لرونكې طبقې مستفید شي او څوك چې د شپې په فټ پاته ??وده كېږي ۔ په سخت موسم كښې ژوند كوونكو لپاره دا ماډل د مدينې د رياست يو غوره مثال دے چرته چرته چې د غریبو طبقو د حقونو تحفظ د حکومت بنیادی ذمه وادي ده۔ په حقیقت كښې هېواد كښې په وړومبي ځل يو حكومت د اولس دا ډول خيال ساتي۔ د پناہ په ځايونو هغه خلقو له آسانۍ وركړې كيږي كوم چې په كم اجرت د ورځې كار كوي۔ هغوي له د ون سټار هوټل برابر ويړيا استوګنه او خوراك وركړے كيږي۔ د پناہ ځايونو جوړولو دا منصوبه د پاکستان تحریك ا??صاف حكومت په پورته كړو ګامونو كښې يو په زړه پورې ګام دے كوم سره چې د پاکستان تحریك ا??صاف انتخابی منشور يو بل لوظ ترسره كيږي۔ پاکستان بیت المال د وزیراعظم عمران خان د مدينې رياست په مثال د پاکستان د يو فلاحی ریاست جوړولو وژن تر مخه د پناہ ځايونه په جديد ډول د تشکیلولو پريكړه كړې۔ وفاقی حکومت د احساس پروګرام سره سره پيل شوې د منصوبه كښې حاجتمندو له د پناہ په ځايونو په عارضی توګه استوګنه وركولو سره سره د سهار ناشته ??و د شپې ډوډۍ هم وركوي۔ دې منصوبې سره به داسې وګړو ته ګټه ورسي څوك چې خپل كور نه لري او د روزګار په لړ كښې د خپلو كورونو څخه لري بهر د مسافرۍ ژوند تېروي ٬ هغه وګړي كوم چې بې روزګاره دي ٬ خواري كښ دي ، غریب مسافر دي ٬ د رنځورانو سره تللي او يا زدكوونكې دي هغوي به د پناه ځايونو اسانيو څخه مستفید كېږي۔د 49.5 ملیونه روپو په لګښت دا پروګرام سږ كال پيل شوے ؤ او په وړومبي پړاؤ كښې د دې د كار دائرہ تر اسلام آباد محدور ساتلې شوې ده ۔ دې منصوبې څخه تر اوسه يو لکه 30 زره 191 وګړي مستفید شوي۔ د منصوبې ترمخه د پناہ ځايونه په داسې ځايونو به جوړولے شي چرته چې ماحول دوست موسم وي، عارضی یا نیم عارضی پراخه وادنۍ وي ، د استوګنې ځائې نه د فضاﺀ اخراج وي ، آسانه رسنه وي او په هره يوه كوټه كښې 15 نه تر 20 كسان پاتې كيدې شي، د پناہ ځايونو لپاره ودانۍ به په ریاستی زمكه يا عطیه كړې زمكه باندې جوړولې شي۔ په هره پناہ ګاه كښې به 100 حاجتمندو له د سهار ناشته وركولې شي او دې سره سره به د استوګنې اهتمام هم وي۔ هر پناہ ګاه سنتر كښې به د 400 كسانو لپاره د خوراك ګنجائش وي۔ پناہ ګاهه كښې به حاجتمند 24 ساعته ?? ابتدائی طبی مرستې آسانۍ هم لري۔ په حاجت پېښيدو به نزدې روغتون څخه طبی مرسته وركولې شي۔ پناہ ګاه كښې به صحت مند چاپيرچل په ځائې ساتلو له د څښلو اوبو وركولو ، واش رومز او باتھ رومز سره سره د صفائی په خاص توګه خيال ساتلے شي۔ پناہ ځايونو څخه استفاده كوونكو وګړو خيال ساتلو له به مینجمنټ انفارمېشن سسټم وضع کولے شي كوم به چې د موثره او سپيځلې ترسیل تګلارې وضع کولو له مرستياله وګرځي