اسلام آباد 17 دسمبر(اے ??ي ??ي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر فېصل سلطان وئيلي ??ي د كرونا نه بچ ك??دو لپاره واكسين به د كال 2021 په پېل كښې په هېواد كښې ترلاسه كېږي٬ ګرد هېواد كښې د لېب په كچه تجربې په ښه ډول مخ په وړاندې روانې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل هيله لرو چې د راتلونكي كال په پېل كښې فرورۍ يا تر مارچ كښې به واكسين په هېواد كښې ترلاسه شي٬ كراچۍ كښې د كرونا د خپر??دو شرح ?? نورو ښارونو په مقابل كښې زياته ده۔ ده په وګړو زور رواٶ چې د كرونا په اېس او پيز عمل وكړې ځكه چې په لويه كچه سماجي هلې ځلې د كرونا د خپر??دو سبب جوړېدې شي۔ ډاکټر فېصل ووئيل اولس له پكار دي چې ودونو او د كرسمس غوندې په سماجي دستورو كښې په اېس او پيز عمل وكړي او د صحت وزارت لخوا جاري كړي احتياطي تدبيرونه خپل كړي۔ ده ووئيل د ماسك استعمال او سماجي فاصله په ساتلو عمل پكار دے