اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) د جمعيت علماﺀ اسلام مركزي امير مولانا فضل الرحمن وئيلي دي جې د ديني مدرسو تل پاتې كردار د رڼا ورځې په ډول ښكاره دے۔ مدرسې د نبوي علومو د خپرولو په عظيم مشن كار كوي۔ دا خبره هغه د خالي په ورځ د جامعه فاروقيه كراچۍ دورې پ?? مهال يوې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ مولانا فضل الرحمان ووئيل ديني مدرسې د نبوي علومو نرسريانې دي چرته نه چې ټول ??مري ورورولۍ وده موندلې۔ هغه ووئيل د ديني مدرسو علماﺀ كرام ا?? طالبعلمان ټولنه كښې مثالي كردار ترسره كوي۔ دستوره كښې د محمد اسلم غوری، مولانا عبدالکریم عابد، ډاکټر نصیر الدین سواتی او مولانا محمد غياث په شمول ?? هېواد نورو نوموړوو ??لماﺀ كرام هم ګډون وكړو۔ دې نه وړاندې مولانا فضل الرحمن د مولانا ډاكټر عادل شهيد د خور په مړينه غمرازي ښكاره كړه۔ هغه د جامعه فاروقيه د مهتمم مولانا عبېد الله خان او مفتي انس عادل لخوا د غرمې مېلمستيا كښې ګډون هم وكړو