ډېره اسماعيل خان 03 جنوری (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتس??ان چارو وفاقي وزير سر??ار علي امين خان ګنډه پور وئيلي دي چې علمائے حق د اسلام په وده او خپرونه كښې مثالي كر??ار ترسره كړے، مونږ د علمائے حق د كر??ار ستائنه ك??و. ده دا خبرې په جامعه نعمانيه قريشي موړ كښښې د نامتو عالم دين مفتي حسېن احمد عرفان ارواښاد د روح ايصال ثواب لپاره د فاتحه خوانې په موقع وكړې. په دې موقع نامتو عالم دين مولانا قاري خليل احمد سراج، مولانا فاروق، مولانا قاضي افتخار احمد او نور هم موجود وو. وفاقي وزير ووئيل چې د ارواښاد مفتي حسېن احمد عرفان وفات سره زمونږ منطقه د يو مست??د جيد او مثبت سوچ لرونكي عالم څخه محرومه شوې. وفاقي وزير په دې موقع د جامعه لار د پخولو كار په سمدستي توګه د پېل كولو هدايات هم جاري كړل.