مظفرآباد 02 فروري (اے پي پي)د آزاد جمو كشمير په قانون ساز اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر چوهدري محمد ياسين و??ېل?? دي چې د كشمير يو والي ورځې په موقع به د د فرورۍ په پنځمه نېټه به واضحه پیغام وركولې شي چې كشم??ري??ن يوازې نه دي٬د دوي په شا ټول پاكستانې قوم ولاړ دې۔ده دا خبرې تېره ورځ خبريالانو سره پھ خبرو كښې وكړی۔ده ووئيل چې كشم??ري??نو د آزادۍ په هڅه كښې لويې قربانۍ وركړی دي۔ده ووئيل چې د كشمير مسئله حل كول د ملګرو ملتونو ذمه واري ده٬ملګرو ملتونو كشم??ري??نو سره لوظ كړی او دا مسئله د سلامتي كونسل په ايجنډا تر ټولو پخوانۍ مسئله ده٬د آزادۍ په هڅو كښې د لاكهونو په شمېر خلكو قربانۍ وركړی دي۔ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكرټري لخوا پاكستان او هند لپاره د ثالثۍ وړاندې?? واضحه مطلب دا دې چې اوس نړۍ د كشمير د مسئلې د نزاكت احساس لري