اسلام آباد۔ 4 فروری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ??ئي??ي دي د 26 م آئيني بدلون د لارې مونږ اوپن ب??لټنګ سره د سېنېټ ټاكنې سپېځلې جوړول غواړؤ۔ مونږ ??ول?? سره وعده كړې وه چې د ټاكنو اصلاحاتو د لارې به سپېځلتيا راوړؤ۔ مونږ په خپل اصولي دريځ ټينګ ولاړ يؤ او په سم لوري روان يؤ خو اپوزيشن جمهوريت له پاټلۍ كوزول غواړي۔ مونږ غواړؤ چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ووټ كارولو حق وركړے شي۔ د زيارت په ورځ قومي اسمبلۍ كښې په 26 م آئيني بدلون بحث جاري ساتلو سره خارجه وزير شاه محمود قرېشي و??ئي?? قوم د دوئي مخونو ته ګوري چې څنګه لكه د كربوړي رنګونه بدلوي۔ دوئي د اخستولو خرڅولو عادي دي۔ هغه و??ئي?? مونږ سېنېټ كښې د هغه كسانو ټاكنه غواړؤ كوم چې د وفاق دفاع كولے شي۔ هغه و??ئي?? پخوا چې كومو خلكو د خپلو ضميرونو سودا وكړه تحريك انصاف د دغسې 20 كسانو په ضد كارروائي وكړه۔ هغه و??ئي?? قوم دې دا ووائي چې د سېنېټ ټاكنې غلو ته سپارل دي يا دا سپېځلې جوړول دي۔ خارجه وزير و??ئي?? د اپوزيشن لارښود خو استعفی وركولو له راغلي وو خبر نه يؤ شپه په شپه څه وشؤ چې دوئي خپل دريځ بدل كړو او د دوئي لارې بدلې شوې۔ اورېدلې مو دي يو بله ناسته كښې به د يو نوے لانګ مارچ اعلان كولے شي۔ بېشكه لانګ مارچ دې وكړي ولې مونږ ټاكلې شوې يؤ او د ??ول?? د ګټو به په هر صورت كښې دفاع كوؤ۔ دا مې هم اورېدلي دي دوئي پخوانے وزيراعظم سېنېټ ته راولي او څوك د سېنېټ نوے چيئرمېن جوړول غواړي۔ دا هر څه دوئي د اخستلو او خرڅولو د لارې كول غواړي۔ هغه و??ئي?? مونږ په سم لوري روان يؤ كه بل مو منظور شو او كه نه زمونږ نظريه كاميابه ده