اسلام آباد 05 فروري(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپ??ونو و فاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چې په نننۍ ورځ د پاكستان اولس خپلو كشميريانو وروڼو سره د يو والي څرګندونه كوي او د دې لوظ پخلې كوي چې پاكستان به د جمو كشمير د اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې د دوي سياسي٬سفارتي او اخلافي ملاتړ روان ساتي۔د هن?? ظلمونو٬پوځ كشۍ او د جبر او استبداد په ضد مونږ خپلو كشميري وروڼو سره يو او دوي سره به تل ولاړ يو۔د كشمير يو والي ورځې په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې د جمو او كشمير شخړه د تقسيم هن?? نامكمل ايجنډا ده خو هن?? په كال 2019م كښې د اګست په پنځمه نېټه يو اړخيزه او غېر ق??نوني اقدام كولو سره د فرورۍ د پنځمې نېټې اهميت لا زيات كړې۔ده ووئيل چې بې ګناه او مظلوم كشميرې اولس د تېرو 7 لسيزو نه د هن?? غېر انساني سلوك سره مخ وو٬اوس د تېرو 18 مياشتو نه پرله پسې پوځي محاصرې٬مواصلاتي بندېزونو او د مېډيا بليك آؤټ پشمول بدتره بندېزونو سره مخ دے او په نړۍ كښې يې مثال نشته۔ده ووئيل چې مهذب نړۍ ته به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشميري اولس ته د دوي جائز حق وركول وي۔وزيراعظم عمران ??ان كشميريانو سره ولاړ دې او په نړيوالو فورمونو يې د مظلومانو په حق كښې غږ پورته كړی۔ده ووئيل چې پاكستان به د كشميريانو٬اخلاقي٬سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي