اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د كشمير پارلماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي وئيلي دي د اطلاعات په دې دور كښې د چيلنجونو مخنيوي لپاره يوې كوټلې تګلارې جوړولو ته اړتيا ده ځكه چې دښمن رياست د پاكستان هدف كولو لپاره بې دريغه وسائل خرڅ كوي او جعلي خبرونه د دښمن د سازشونو برخه ده۔ د ګل په ورځ د كشمير كمېټۍ او انسټي ټيوټ آف ريجنل اسټډيز د سيوروې لاندي “ډس انفارمېشن په سر??ط د سيمينار ګډون كوونكو ته خپله وينا كښې ده ووئيل مودي د هند اسټريټجك او سياسي مقصد لپاره د پاكستان په ضد منفي بيانيه استعمال كړ?? ۔ده ووئيل معلوماتي جن?? د رياست بيانيې راجوړولو لپاره جديد وسيله ده۔ده ووئيل د اروپائي ائتلاف ډس انفو ليب رپورټ د هند دروغ او دهوكه رامخې ته كړ?? ځكه چې د هند ميډيا او اين جي اوز د هند د ډنډورې ذريعې دي ځكه چې هند د پاكستان بدنامولو لباره جعلي ميډيا هاؤسز او جعلي ??وش?? ميډيا پليټ فارمز استعمال كړ??