رپورټ : ناصر عباس
پښتو ترجمه: محمد عامر آفريدي
خپلواكه او فعاله عدليه جمهوريت، د حكمرانې اسلوب، امنيت او د ټولنې پرمختګ لپاره مهمه ګڼلې شي ځكه چې د دې په نتيجه كښې ټولو وګړو لپاره د قانون حكمراني باوري كولو له مرسته ترلاسه كېږي. دا په قانون د عمل كوونكو وګړو د حقونو د تحفظ ضمانت وي، دا د كوم خاص كس ، ټولنې، فرقې يا مذهب خلاف د كوم هم كس يا ډلې د غېر قانوني اقدام په ضد سپر وي. د ازادې عدليې يو اړخ دا هم دے چې د دې په نتيجه كښې د ښه نظم و نسق باوري كېدو ??ره د خوشحالې او مساوات په بنياد د ټولنې تشكيل له مرسته تر لاسه كېږي. په كوم هم هېواد كښې د دې كلتور ودې لپاره د اصلاحاتو ضرورت وي چې ور??ره د ځپلے شوو او محرومو طبقو د انصاف هر ضرورت پوره كېدو له لار هوارېږي ۔۔۔خو له بده مرغه په پاكستان كښې د پخوا حكومتونو د عدالتي اصلاحاتو لوظ خو كړے ؤ خو د څو ل??يزو څخه په دغې عمل نه دے شوے. د پاكستان تحريك انصاف حكومت اقتدار ته د راتللو نه پس په عدالتي نظام كښې د اصلاحاتو كولو پرېكړه كړې او د اوسني حكومت اقداماتو په عدالتي نظام كښې د اصلاحاتو هيله راپېدا كړې. اولس او په خاص توګه د ټولنې كمزورې طبقې ته انصاف په اسانې ??ره وركول د پاكستان تحريك انصاف د منشور برخه ده، په دې منشور د عمل كولو په تناظر كښې وزيراعظم عمران خان په كال 2020م كښې د مئي په 29مه نېټه د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم او د وزيراعظم د پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان په مشرې كښې دوه ??مې??ۍ جوړې كړي چې مقصد ئې عدالتي اصلاحات او په زندانونو كښې د بنديوانو مېرمنو ناوړه حالت او د هغوي معالجې په اړه وړاندېزونه وركول وو. ??مې??ې ته د عدالتي اصلاحاتو او د اصلاحاتو عملي كولو ذمه واري هم ورپغاړه كړې شوې. د عدالتي اصلاحاتو په اړه يوې ??مې??ې ته د فوځدارۍ انصاف نظام په بابله ، پوليس كلچر، د مقدمو اندراج، انوېسټي ګېشن او د زندانونو په نظام كښې په اصلاحاتو عمل كولو لپاره د لائحه عمل وضع كولو هدايت شوے ؤ. دوهمې ??مې??ې ته په عدالتي نظام كښې د اصلاحاتو او د بنديوانو مېرمنو كتنې لپاره د وړاندېزونو ذمه واري وركړې شوې وه. د پاکستان تحريك انصاف حكومت د تېرو دوو كلونو په مهال د وضعه كړو اصلاحاتو په اړه د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر ډاكټر فروغ نسيم وائې وزارت د جديدې قانون سازۍ، ريفرنسز، رائې او د شريكې قانوني مرستې مسودې جوړې كړي كومې چې د تېرو 10 كلونو څخه ځنډونكې وې. تېر حكومتونه د شريكې قانوني مرستې په حقله په قانون سازې كښې پاتي راغلي وو. ده ووئيل وزارت د شريكې قانوني مرستې د قانون مسوده جوړه كړې چې دغسې د نورو هېوادونو په درخواست قانوني مرسته وكړے شي او په فوجدارې مقدمو كښې د دوي مرستې لپاره ضروري اقدامات وكړے شي. ميوچل ليګل اسسټنټس په فوځداري مقدمو كښې د شريكې قانوني مرستې كولو طريقه كار وركوي. ده ووئيل د قانون وزارت د وراثتي قانون مسوده هم جوړه كړې كومه چې د پارلمان څخه منظور شوې او دغسې د ل??ټرز آف اېډمنسټرېشن اېنډ سكسېشن سرټيفيكېټس اجرا لپاره د ن??درا په مرسته سهولتي مركزونه جوړ كړے شوي. مخكښې به دې عمل لپاره څو مياشتې لګېدې خو اوس به دا په 15 ورځو كښې تر??ره كېږي. مخكښې به ټولې كورنۍ له پخپله عدالتونو ته تلل وو خو اوس كه قانوني وارثان موجود هم نه وي نو لېټرز آف اېډمنسټرېشن اېنډ سكسېشن سرټيفكېټس به جاري كولې شي. ده ووئيل په بهرنيو هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو وارثان به په ټولو غېر ملكي مشنز كښې د ن??درا ډېټا بېس د لارې خپل لېټرز آف اېډمنسټرېشن اېنډ سكسېشن سرټيفكېټس ترلاسه كولې شي ، اوس دوي ته په پاكستانو عدالتونو كښې په جسماني توګه د وړاندې كېدو ضرورت نشته. دې ??ره به د خرڅ او وخت بچت باوري شي او په عدالتونو به د مقدمو بوج هم كم شي.
د قانون وزير ووئيل د ترميم نه وړاندې به عدالتونو لېټرز آف اېډمنسټرېشن اېنډ سكسېشن سرټيفكېټس د اېكټ 1925 له مخې جاري كولو. د ن??درا په مرسته به اوس د جوړ شوي نوي نظام د لارې لېټرز آف اېډمنسټرېشن اېنډ سكسېشن سرټيفكېټس په بهرنيو هېوادونو كښې هم د مشنز څخه ترلاسه كېدے شي. ده ووئيل د مېرمنو د حقونو تحفظ لپاره قانون سازي ځانګړې كاميابي ده۔ د مېرمنو د پراپرټي رائټس اېكټ 2020 عملدرآمد يوه مهمه قانون سازي ده، دې ??ره به مېرمنې د وراثتي پراپرټۍ څخه د محرومېدو نه وساتلې شي. كه په كوم ځاے كښې مېرمنې د دې حق نه محرومېږي نو محتسب په دغې د كارروائي كولو اختيار لري . حكومت د مېرمنو او ماشومانو مالي او قانوني تحفظ لپاره ليګل اېنډ جسټس اتهارټي اېكټ 2020 وضع كړے. د رېپ او په جسماني توګه د زؤرونې جرائمو او د صنفي امتياز په بنياد د تشدد مقدمې په تندې ??ره تر??ره كولو لپاره اېنټي رېپ﴿انوېسټي ګېشن اېنډ ټرائل﴾ آرډيننس 2020 او كرېمنل لا ترميمي آرډيننس 2020 نافذ كړے شوي. د مېرمنو او ماشومانو مقدمو لپاره د خاص عدالتونو جوړولو او د خاص ډلو تشكيلولو پلان جوړولې شي. د پاكستان تحريك انصاف حكومت په مهمه قانون سازې كښې اېنټي مني لانډرنګ ترميمي بل 2020، ضابطه فوجداري بل 2020، د ﴿ذخيره اندوزي﴾ آرډيننس 2020 او د قاچاق مخ نيوي آرډيننس 2020 په شان مهمه قانون سازي شامله ده.
د سترې محكمې سنيئر وكيل ذوالفقار احمد بهټه ووئيل د ميوچل ليګل اسسټنس په اړه قانون سازي د اوسني حكومت مهمه كارنامه ده. د دې څخه وړاندې په پاكستان كښې د شوو جرائمو په اړه د بهرنيو هېوادونو څخه د شواهدو راغونډولو كوم قانون نه ؤ، د دې قانون نه پس به حكومت په پاكستان كښې د شوو جرائمو په ضد د كوم هم هېواد څخه شواهد ترلاسه كولې شي، دا ځانګړې كاميابي ده. ده په وراثت كښې د مېرمنو د ملكيتي حقونو تحفظ لپاره د مېرمنو ملكيتي حقونو بل 2020م د عملدرآمد ستائنه وكړه. ده ووئيل د څو ل??يزو څخه مېرمنې د وراثتي زمكې څخه محرومولې شوې. اوس به محتسب د تېر وخت پشان په څو كلونو كښې نه په درېو مياشتو كښې د داسې مقدمو پرېكړه كوي. ده ووئيل لېټرز آف اېډمنسټرېشن اېنډ سكسېشن سرټيفكېټس اېكټ 2019م يو مهم اقدام دے. د قانون وزارت او د ن??درا په مرسته به اوس په 15 ورځو كښې لېټرز آف اېډمنسټرېشن اېنډ سكسېشن سرټيفكېټس جاري كولې شي. دا مثبت اقدام دے او ټولو وګړو لپاره به ګټور وي. د لا اېنډ جسټس كميشن له مخې په ستره محكمه كښې په دې وخت 47 زره 377 كېسونه التوا ??ره مخ دي. په پنځو هائي كورټس كښې 3 لكه او د څلورو واړو صوبو او وفاقي پايه تخت په ذيلي عدالتونو كښې 20 لكه كېسونه التوا ??ره مخ دي. سترې محكمې واضحه كړې چې د آئين له مخې تر قانون رسنه د وګړو بنيادي حق دے. په اپرېل كال 2019م كښې پخواني چيغ جسټس آصف سعيد كهوسه خلقو ته فوري انصاف وركولو او مقدمې په تندې ??ره سر ته رسولو لپاره د قتل او نشه اي توكو مقدمې په ورځني بنياد اورېدنې لپاره په ټول هېواد كښې 110 ماډل كورټس جوړ كړي وو. د مقدمو په تندې ??ره سر ته د رسېدو په نتيجه كښې د قانوني چارو په اخراجاتو كښې كمے راغلے. دا ماډل كورټس په عدالتي تاريخ كښې خاموش انقلاب دے. د قتل چې كومې مقدمې څو كاله التوا ??ره مخ وې، اوس په لنډه موده كښې تر??ره كېږي .