سکھر۔7مارچ (اے پی پی) كراچۍ نه لاهور ته تلونكې ټرېن 15اپ کراچی اېکسپرېس په منډو ډ??رو او سانګی رېلوے اسټېشن پېښې سره مخ شو۔ د پېښې په نتي??ه كښې يوه مېرمنه مړه او 40 مسافر ژوبل شول كومو كښې چې د درېو حالت اندېښمن ښودلے شي۔ پوځ ٬ رېنجرز او ايدھي عمله د رېسكيو عملياتو كښې بوخت ده۔ د تفصيلات له مخې كراچۍ نه لاهور ته تلونكې ټرېن 15اپ کراچی اېکسپریس روهړي سټېشن نه روانېدو نه 10 دقيقې وروسته پېښې سره مخ شو۔ په منډو ډ??رو او سانګی رېلوے اسټېشن (کلو میټر نمبر 490/2) د ياد شوي ټرېن 9 ډبې پاټلۍ نه كوز شوې۔ د اطلاع په ترلاسه كېدو پنوں عاقل چھاونۍ څخه د پاكستان آرمي ځوانان ٬ سكھر نه رېنجرز او ايدھي اهلكار د پېښې ځائې ته ورسېدل۔ د پېښې په نتي??ه كښې يوه 32 كلنه مېرمنه مړه او 40 كسان ژوبل شول۔ د 15 نه زيات مسافر د روهړي روغتون ته منتقل او نور د سكھر سول روغتون ته رسولې شوي دي۔ د پېښی په نتي??ه كښې دواړه ټرېكونه ځپلې شو?? ٬ ??حالۍ له ئې كار روان دے۔