اسلام آباد 12 مارچ(اے پی پی) په سېنېټ كښې د حكومتي اتحاد كانديد سېنېټر مرزا محمد آفريدي 54 ووټونه ترلاسه كولو سره د سېنېټ ډپټي چيئرمېن ټاكلې شوې۔د ده پھ مقابله كښې كانديد عبدالغفور حېدري 44 ووټونه ترلاسه كړل۔د جمعې پھ ورځ د سېنېټ په غونډه كښې په 100 غړو كښې 98 غړو خپل د ووټ حق ا??تعمال كړو۔د اسحاق ډار نوټيفيكېشن د ټاكنو كميسون لخوا معطل دې او د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق ا??مد خان غېرحاضر و۔د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په مشرۍ كښې د ډپټي چيئرمېن ټاكنې لپاره د پولنګ عمل وشو۔وړومبې ووټ مولانا عبدالغفو?? حېدري كاسټ كړو او وروستې ووټ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني كاسټ كړو٬مشتاق ا??مد خان غېر حاضر و۔د انتخابي عمل په مهال سېنېټر كام??ان مرتضٰی د مولانا عبدالغفو?? حېدري او سېنېټر هدايت الله د مرزا محمد آفريدي د پولنګ ايجنټ په توګه وظيفه ترسره كړه۔د ووټونو په شمېره مرزا محمد آفريدي 54 ووټونه ترلاسه كولو سره د سېنېټ چيئرمېن وټاكل شو۔د نتيجې د رائے نه پس حكومتي غړو ميزو??ه وډبول او په ايوان كښې نعرې ووهلې شوې