پېښور 26 مارچ (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزي?? مراد سعيد وئيلي دي نن زمونږ د ټولو لپاره د خ??شحالۍ ورځ ده ، 17 كاله پس سوات سيدو شريف هوائي ميدان فعاله شوے، په دويم پړاؤ كښې به نړيوال پرواز??نه هم پيل شي۔د تفصيلات تر مخه وفاقي وزي?? مراد سعيد د سيدو شريف هوائي ميدان پرانستي دستورې ته وينا كښې د هوائي ميدان په بحاليدو مباركي كښې ووئيل په دويم پړاؤ كښې به نړيوال پرواز??نه هم پيل كولې شي۔مراد سعيد ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قربانۍ وركوونكو ته پيرزوئنې وړاندي كوو، دير موټرے به هم انشاالله سږ كال جوړيږي دغسې د مالاكنډ ،سوات وګړو لپاره د درملني و??ړيا آسانۍ به هم وركولې شي۔وفاقي وزير د وزيراعظم عمران خان ، د سي اي او پي آئي اے ارشد ملك ، د وزيراعلي خېبر پښتونخوا او وفاقي وزيرغلام سرور مننه كولو سره ووئيل د سيلګرۍ څانګي ته حكومت پام لرنه كوي او هغې لپاره ګام??نه پورته كوي۔وفاقي وزير غلام سرور دستوري ته وينا كښې ووئيل نن د سوات سيدوشريف هوائي ميدان 17 كاله پس په بحاليدو خوشحاله شوي يو، سوات سره پخوانۍ خپلولي لرم۔غلام سرور ووئيل سوات كښې زلزله او سيلاب راغلي وؤ چې پكښې زيان هم زيات شوے ؤ ، د سوات وګړو د ترهه ګرۍ په مړانه مقابله كړي او لوئ زيان ئې پورته كړے او دغسې امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد د خ??لو ځانونو قرباني وركولو سره د ??ې سيمي امن بحال كړے ۔وفاقي وزير ووئيل د سيدو شريف هوائي ميدان په بحاليدو پي آئي اے هم د مباركۍ مستحق ده، سوات،مالاكنډ كښې به سيلګري او ايكسپورټ هم زيات شي ۔ ده ووئيل اوونۍ كښې به دوه پرواز??نه لاهور او اسلام آباد څخه سوات ته ځي راځي، پرواز??نه به زياتولې شي، د دې پروازونو سره به سوات لپاره سيمه كښې د پرمختګ نوي لاري پرانستلې شي۔