اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ګلګت ب??تستان لپاره د تاريخي پرمختيائي پېكج منظوري وركړې. د ګلګت ب??تستان د پرمختګ په اړه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د لوړې پاې غونډه وشوه. په غونډه كښې د منصوبه بندې وزير اسد عمر، د خزانې وزير حماد اظهر، د مواصلات وزير مراد سعيد ، د ا??فارمېشن ټېكنالوجې وزير امين الحق، د ګلګت ب??تستان وزيراعلٰی خالد خورشيد، د پلاننګ كميشن ډپټي چيئرمېن او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې د ګلګت ب??تستان پرمختګ لپاره د تاريخي پېكج منظوري وركړې شوه. په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل په بېلا بېلو څانګو كښې د پرمختيائي پروژو په نتيجه كښې به ك?? يو خوا په منطقه كښې د تعمير او پرمختګ نوے دور پېل شي نو ورسره به د سيمې ستونزې هم حل شي او ځوانان به د نوكرو بې شمېره موقعې ولري. وزيراعظم غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل د ګلګت ب??تستان پرمختګ ته اوسنے حكومت پام لرنه ك??ي. په ګلګت ب??تستان كښې د س??لګرې ډېر صلاحيت شته او د دې په كار راوستلو ضرورت دے. وزيراعظم د ګلګت ب??تستان وزيراعلٰی ته هدايت وكړو چې د س??لګرې ودې او ماحولياتي تحفظ ته خاص پام وكړي