پېنډۍ 17اپرېل(اے پی پی) د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د كوم بهرني قوت يا هې??اد په وېنا نه بلكې ګرد هې??اد كښې د فساد او فتنې له كبله حكومت په خپله په ټي اېل پي د بندېز لګولو پرېكړه كړې ده۔ وفاق سره سره ټولو صوبائي حكومتونو ٬ پوليس او امنيتي ځواكونو فوري كارروائي كولو سره دا ثابت كړې ده چې د رياست رټ څوك هم چېلنج كولے نه شي۔ رانا ثناء اللہ د الطاف حسېن او انتها خوښي ګوند ژبه كاروي۔ د افسرانو او ادارو په ضد د داسې ژبې په كارولو به د رانا ثناﺀ الله په ضد د ترهګ??ۍ دفعاتو له مخې مقدمه درج كولې شي۔ وزیراعظم عمران خان هم دا خبره كو?? چې زمونږ په نظام كښې دومره وخت لګ?? چې انصاف كېدل په نظر نه راځي۔ اوس به سياست د ټاكنو كمپائن او د قانون په دائره كښې پاتې كېدو سره كولې شي۔ هغه د خالي په ورځ په ډسټركټ هېډكوارټرز روغتون پېنډۍ كښې د كالعدم ګوند ټي اېل پي احتجا?? په مهال د ژوبل شويو پوليس ځوانانو تپوس پوښتنې نه وروسته ميډيا سره خبرې كولې۔ وفاقي وزير ژوبل شويو ته د وزيراعظم عمران خان پېغام وركړو چې ټول حكومت ٬ پوليس او سكيورټي ادارې هغوي سره ولاړې دي۔ وفاقی وزیر ووئيل د وزيراعظم په خصوصي هدايت د پی ټی آئی ډله ډي اېچ كيو ته ته راغلې ده او د ژوبل شويو عيادت ئې كړې دې۔ هغه ووئيل د کالعدم ګوند ټی اېل پی په فتنه حكومت په زړه پورې ډول قابو موندلے دے۔ هغه ووئيل حضور نبي كريم (ص) سره ټول يو ډول عشق لري۔ په مونږ د خپل پېغمبر عزت د خپل ځان او اولاد نه زيات ګران دے۔ دې نه غېر څوك مس??مان كېدې نه شي۔ په دې معامله سياست ذاتي ګټې ترلاسه كول وو۔ هغه ووئيل د كالعدم ګوند لارو بندولو او احتجاج مخنيوي له چې صوبو څومره په وخت كاروائي وكړه د ستائنې وړ ده۔ هغه ووئيل پاكستان اتومي قوت دے او يو مضبوط پوځ لري۔ څوك د دې رټ چېلنج كولے نه شي۔ هغه ووئيل په جاتي عمره كښې كوم كور ورانولې نه شي۔ دا يو عمل دے كوم چې 8 مياشتې وړاندې پېل شوے دے۔ هغه ووئيل په جاتي عمره كښې پخوا د يوې بې نومې مشرې مېرمنې نامې ته سركاري زمكه اړولې شوې وه او بيا دا د نواز شريف د مور په نوم كړې شوه۔ په دې ريونيو څانګې كارروائي پېل كړه او نوټسونه ئې هم وكړل كوم چې شريف كورنۍ په عدالت كښې چېلنج كړل ولې د چا دا مطالبه منلې نه ش?? چې په سركاري زمكه دې قبضه وساتلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د جهانګير ترين معامله اولنۍ نه ده دې نه وړاندې په علیم خان ، بابر اعوان ،سبطین او د پي ټي آئي په نورو كسانو هم تورونه
لګېدلې دي هغوي استعفی وركړه او عدالت كښې بري وګرځولې شول او بيا خپلو چوكو ته راغلل۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه وئول د مراد علي شاه او شهباز شريف په دور كښې سندھ او پنجاب كښې 3 زره اربه روپۍ مصرف كړې شوې ولې د پوليس په شمول هرې يوې ادارې سره وسائل او آسانۍ نشته۔ دا پوښتنه به دوئي نه كولې ش?? چې دا پېسه چرته مصرف شوې ده۔ هغه ووئيل د پاكستان تحريك انصاف د هې??اد نظام ښه كولو له كوټلې هڅې كوي۔