اسلام آباد۔21اپرېل(اے پی پی) پاكستان ?? ملګرو ملتونو د درې ادارو غړېتوب ترلاسه كړے دے۔ د شورؤ په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې نیویارک كښې ?? ملګرو ملتونو هېډكوارټر كښې شويو ټاكنو كښې پاکستان ?? ملګرو ملتونو درې مهمو ادارو د جرمونو مخنيوي کریمنل جسټس سره د اړوند كمېشن (سی سی پی سی جے)، د مېرمنو حېثېت سره د اړوند كمېشن (CSW) او پاپولېشن اېنډ ډوېلپمنټ سره د اړوند كمېشن (سی پی ډی) غړېتوب ترلاسه كړے دے۔ د وياند وېنا ده چې دا كمېشنز په بېلو سماجي او معاشي چارو د نړيوال?? مرستې زياتولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د سی سی پی سی جے او سی پی ډی لپاره دپاكستان ټاكنه د اقتصادی او سماجی کونسل ټولو غړو لخوا د رايو اتفاق سره عملي شوې ده۔ پاکستان 50 رائې ترلاسه كړې۔ پاکستان به د درې واړو كمېشنونو غړېتوب ذمه وا??ۍ د راروان كال 2020 جنورۍ مياشتې اولنۍ نېټې نه سنبالوي۔ د پاكستان په يو وخت كښې د دې درې واړو كمېشنونو غړيتوب له ټاكل كېدل ملګرو ملتونو كښې د پاكستان په فعاله كردار او تعميري همكارۍ د نړيوالې ورورولۍ لخوا د باور څرګندونه كوي۔ د دې كمېشنونو د غړيتوب د لارې به پاكستان په نړيواله كچه د منظم جرمونو مقابله كولو ا?? کریمنل جسټس انتظامی نظام منصفانه جوړولو ، صنفی مساوات او مېرمنې خپلواكه جوړولو او د ودانۍ د شمېرو او معلوماتو تيارولو او تجزيه كښې به د هېوادونو صلاحيت زياتولو له نړيواله مرسته سوا كوي۔