اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) وزير??عظ?? عمران خان وئيلي دي د تعميراتي پروژو په اړه ?? منظورې عمل دې په ټاكلې شوې موده كښې تر??ره كړے شي، د ماحولياتي بدلون آغېز مخ نيوي لپاره د ځنګلات تحفظ ضروري دے، د ريكارډ ډېجيټلائز كېدو په نتيجه كښې به د قبضه مافيا او غېر قانوني تجارت مخ نيوي له هم مرسته تر لاسه شي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د هاٶسنګ، تعميرات او ډوېلپمنټ د قامي رابطه كمېټې د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې. غونډې ته ووئيل شول د وزير??عظ?? هداياتو په رڼا كښې د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل پاكستان انجينئرنګ كونسل د پاكستان بلډنګ كوډ تر مخه د كم لګښت كورونو په اړه قامي معيار مرتب كړے. په دې معيار كښې د ټولو صوبو مشاورت او خوښي شامله ده. دا مفصل كوډ د څلورو مياشتو په ريكارډ موده كښې مرتب كړے شوے. وزير??عظ?? په دې لړ كښې د پاكستان انجينئرنګ كونسل او د نورو هڅې وستائيلې. وزير??عظ?? ته په پنجاب او سندھ كښې د كورونو پروژو لپاره تر اوسه د شوو منظورو او د زمكې په اړه بريفنګ وركړے شو. دغسې وزير??عظ?? په دې مهال غونډې ته په خپله وېنا كښې سپارښتنه وكړه چې د تعميراتي پروژو په اړه ?? منظورې عمل په ټاكلې ??وده كښې تر??ره كړئ۔ده ووئېل د ماحولياتي بدلون آغېز مخ نيوي لپاره د ځنګلات تحفظ ضروري دے، د ريكارډ ډېجيټلائز كېدو په نتيجه كښې به د قبضه مافيا او غېر قانوني تجارت مخ نيوي له هم مرسته تر لاسه شي.