اسلام آباد۔29اپریل (اے پی پی):د سائنس او ??یک??الوجي وفاقي وزير سینیټر شبلي فراز وئېلې دي د وزیراعظم عمران خان وژن تر مخه ټول ټاكڼې پاكې او بې پرې جوړولو لپاره د الیکټرونک ووټنګ مشینونو د جوړولو عمل په زړه پوري ډول روان دے، کامسیټ، این آئي اي او این آر ټي سي د اړخه په ګډه د الیکټرونک ووټنګ مشین (اي وي ایم) پروټوټائپ جوړولو باندې كار روان دے كوم به چې ډېر زر بشپړ كړے شي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ سائنس او ??یک??الوجي وزارت كښې د الیکټرونک ووټنګ مشینونو د جوړولو پیشرفت جاج اغستو له په غونډه كښې وكړه ۔ غونډه كښې د رېلوے وفاقي وزیر اعظم خان سواتے، د وزیراعظم د پ??رل??ماني چارو صلاحكار ډاکټر بابر اعوان، د الیکشن ک??یش?? سېكرټري ، د سائنس اور ??یک??الوجۍ وزارت سېكرټري او د نورو ادارو استازو ګډون كولو ۔ غونډه كښې د بېلو نجي کمپنیو د اړخه د خپلو مشینانو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو او د الیکټرونک ووټنګ عملي مظاہرہ هم وكړې شوه۔