اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د پاكستان او چين ترمېنځه د دوه اړخيزه سفارتي اړيكو د 70مې سالګرې په موقع د صدر م ډاكټرعارف علوي او د چين صدر شي جن پنګ د دو??ړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه مرستي لا قوي كولو او د سي پېك پرمختګ ته د لا ودې وركولو اعلان كړے۔ دو??ړو مشرانو يو بل سره د خطونو تبادله كړې او د خپلو خپلو حكومتونو او او??س لخوا ئې يو بل ته مباركي وركړې۔ صدر ډاكټر عارف علوي د چين خپل همڅنګ ته په خط كښې وئيلي دي په دې تاريخي موقع مونږ د پاكستان او چين دو??تي لوړې كچې ته رسولو او د شريك سباٶن له د پاك چين كميونټي جوړولو د عزم پخلے كوو۔ ده د چين او??س صدر روغ صحت او د چين او??س خوشحالۍ او پرمختګ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ۔ بلخوا د چين صدر شي جن پنګ خپلې چيټۍ كښئ وئيلي دي چين او پاكستان په هر ازمېښت كامياب پاتې كېدونكي ستراتېژك پارټنرز دي څوك چې به عمر له په بنيادي ګټه او د لوي اهميت وړ په چارو يو به سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ هغه ووئيل د دو??ړو هېوادونو ترمېنځه شريك اعتماد او دو??تي د 70 كالو راهسې قائمه او دائمه ده كومه چې د دو??ړو هېوادونو قېمتي تزويراتي اثاثه جوړه شوې ۔ د چين صدر خپله چيټۍ كښې وئيلي دي په دې ورستيو كلونو كښې د چين او پاكستان د شريكو هلو ځلو څخه د سي پيك جوړېدو په اړه غوره تنيجې رامخې ته شوي كومې چې به د دو??ړو هېوادونو او??س سره سره د بشپړه منطقې د سوكالۍ مهم محركات ثابت شي۔ هغه ووئيل د كرونا وباء په مهال دو??ړو هېوادونو ترمېنځه قوي دو??تي لا قوي شوې ۔ صدر شي جن پنګ وئيلي دي زه د پاكستان او چين اړيكو ودې ته ډېر اهميت وركوم۔ هغه ووئيل زه تاسو سره په ګډه د دو??ړو هېوادونو د او??سونو په ګټه دوه اړخيزه ستراتېژك رابطې او زياته شوې مرسته لا قوي كولو٬ د سي پېك وده لا زياتولو او د شريك سباٶن وړ د پاكستان او چين كميونټي جوړولو لپاره خوښي لرم