اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې د اېن آئي اېچ په كاركردګۍ قوم فخر كوي، د قومونو په پرمختګ كښې تعليم يافته خلقو كردار ډېر مهم دے. ده دا خبرې د نهې په ورځ په اېن آئي اېچ كښې د پاك وېك واكسين لانچنګ دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. ده ووئ??ل چې وفاق ټولو صوبو سره په ګډه د روغتيا څانګې بهتېر لپاره 60 اربه روپې خرڅ كوي. ده ووئ??ل چې د الله تعالٰی شكر دے چې په پاكستان كښې د كورونا حالات د نورو هېوادونو نه ډېر ښه دي، اېن سي او سي صوبو سره په ګډه ډېر مهم كردار ترسره كړے. ده ووئ??ل چې زمونږ په منطقه كښې ه??د د آكسيجن كمي سره مخ شوے، د كورونا په سخت صورتحال كښې مو په بيړنې توګه د دوه زره بېډز انتظام وكړو. وفاقي وزير اسد عمر ووئ??ل چې ناروغي كوم مذهب او كورنۍ نه ګوري، د ستونزې حل لپاره په سمدستي توګه پرېكړې كولې شي. ده ووئ??ل چې د كورونا وائرس ټولې نړۍ لپاره يو ډېر لوي چېلنج و، د الله كرم دے چې د نورو هېوادونو په نسبت په پاكستان كښې صورتحال ښه و. ده ووئ??ل چې هغه قومونه پرمختګ كوي چرته چې په علم كښې اضافه كېږي. په دې موقع ډاكټر فېصل سلطان په خپله وېنا كښې ووئ??ل چې په راتلونكو يو څو كلونو كښې به د واكسين مكمل پېداوار په پاكستان كښې كېږي. ده ووئ??ل چې په اېن آئي اېچ كښې 7 ادارې كار كوي. هېواد نېشنل هېلتھ ډېټا سنټر ته سخت ضرورت لرلو، يو نوے قانون د منظورې د پړاٶ څخه تېرېږي. ده ووئ??ل چې د نظام ښه كولو په هر چېلنج كښې موقع وي. د اېن آئي اېچ د عروج وخت راغلے. ده ووئ??ل چې چين سره مونږ ژوره دوستي لرو، د كورونا په صورتحال كښې ه?? هم چين دوستي پاللې