لا??ور 06 جون (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې د ټولې نړۍ په شان پاكستان هم د ماحولي??تي بدلون سختو خطرو سره مخ دے چې په سبب ئې د اوبو د كمي په شان ستونزې رامخې ته كېږي، بايد په صوبو كښې د اوبو د تقسيم معامله په پارلمان كښې د افهام او تفهيم د لارې حل كړې شي. په لا??ور كښې علامه اقبال ﴿رح﴾ په مزار د حاضرې نه پس مېډيا سره په خبرو كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل چې پاكستان په هغو هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د ګلوبل وارمنګ سختو خطرو سره مخ دي. ده ووئيل چې د حكومت د بلين ټري سونامي پروژه روانه ده، دې سره به ماحولي??تي الودګي كمه شي. ده ووئيل چې مونږ ته به راتلونكو نسلونو لپاره ونې كرل وي. ده ووئيل چې مونږ غواړو چې د اسمبلۍ تقدس بحال كړو، بايد حكومت او ا??وزيشن د يو ب ل د نقطه نظر احترام وكړي.