سكهر 07 جون (اے پي پي)د سندھ په ګهوټكي ضلع ډهر سيمې سره نزدې ملت ايكسپرېس او سرسيد ايكسپرېس ترمينځه د ټكر په نتيجه كښې د حق رسېليو كسانو شمېره 40 ته رسېدلې او 60 څخه زيات ژوبل شوي۔د رې?? د ډبو څخه د مړو راويستلو كار تند كړے شوے ٬ پوځ او د رينجرز ځوانان د مرستې په كاروائۍ كښې بوښت دي۔د چارواكو له مخې د ملت ايكسپرېس او سرسيد ايكسپرېس پېښې نه پس تراوسه د 40 كسانو مړي راويستلې شوي٬ژوبل شوي ګهوټكي٬رحيم يار خان او نورو روغتونونو ته منتقل كړې ش??ي ۔د سكهر كمشنر رفيق مهيسر او د ګهوټكي اېس اېس پي عمر طفيل په پېښه كښې د 40 كسانو د حق رسېدو تصديق كړے۔ده ووئيل 40 مړي رايستلې شوي۔د ګهوټكي اېس اېس پي ووئيل د 30 نه تر 40 كسان اوس هم د ملبې لاندې ګير دي او د نورو د حق رسېدو اندېښنه ده۔د پېښې په ځاے د پاك پوځ او رينجرز ځوانان د مرستې په كاروائۍ كښې بوښت دي۔د رې?? ډبو شل??لو نه بس مسافر راويستلے كېږي٬د مرستې په كاروائيو كښې د پاك پوځ چورلكې هم برخه اخلي۔د رپورټس له مخې ملت ايكسپرېس د كراچۍ نه سرګودها او سرسيد ايكسپرېس كراچۍ ته روان و ځې د ملت ايكسپرېس ډبې د ډهر سره نزدې د سرسيد ايكسپرېس ډبو سره ټكر ش??ي ۔دا پېښه د ډهر ريتي لين او اوباړو سټېشن سره نزدې رامخې ته شوې۔د پیښې اطلاع په ترلاسه كېدو په سيمه كښې د مرستې كاروائي پیل ش??ي ۔د پاك پوځ انجينئرز خاص ډله د پېښې ځاے ته روانه شوې ٬ژوبل او مړه كسان د صادق آباد٬ډهركي او ميرپور تهيلو روغتونونو ته منتقل كړے ش??ي ۔د رې??وے چارواكو تصديق كړے جې د رې?? په پېښه كښې په حق رسېدليو كښې د رې??وے 4 ملازمان هم شامل دي۔د مسافرو په رې?? كښې د ګيرېدو اندېښنه ده كومو لپاره چې هيوي مشينري راغوښتلې شوې او ځايې كسان هم د مرستې په هلو ځلو كښې برخه اخلي