ملتان 13جون (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو په مقدمه كښې مونږ د انصاف د نړيوال عدالت په احكاماتو او وړاندېزونو عمل كوو۔د اتوار په ورځ ??ه شاه ركن عالم كالوني ملتان كښې د پارك پروژې د بنياد تيګې كېښودو نه پس مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل چې د كلبهوشن ياديو كيس مسلم ليك(ن)خراب ??ړې و۔د اپوزېشن لخوا په دې لړ كښې بيانونه د پوهې وړ نه دي۔بايد د هند په چالونو ځان پوهه كړې شي۔هند غواړي چې مونږ كلبهوشن ياديو ته قونصل رسنه ورنه كړو چې دغسې هغه بېرته مونږ د انصاف نړيوال عدالت ته بوځي۔د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې خارجه وزير ووئيل چې پاكستان امريكې ته د هوائي اډې وركولو هېڅ اراده نه لري۔د امريكې د استخبارتي ايجنسۍ د مشر لخوا د پاكستان دوره كومه پټه دوره نه ده٬دا د هغه نه وړومبې او نه وروستۍ دوره ده۔د پيپلز ګوند لارښود سيد خورشيد شاه د زوي ګرفتارۍ په اړه د پوښتنې په ځواب ??ښې ده ووئيل چې د احتساب عمل روان دے٬حكومت په انتقامي سياست باور نه لري كه هغه بې ګناه وي نو په ضد به يې كاروائي نه كېږي٬قانون ټولو لپاره برابر دے٬وزيراعظم عمران خان واضحه كړې چې هغه به د چا په فشار كښې نه راځي