اسلام آباد۔13جولائی(اے پی پی)د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل پرېکړو تر مخه د خپلواکۍ حق تر لاسه کولو پورې پاكستان د هند د ظلمونو په ضد مبارزه کښې د خپلو کشمیريانو خوېندو وروڼو سره د خپلې مرستې يو وارې بيا پخلے كوي۔ د نهې په ورځ د كشميريانو شهيدانو ورځې په موقعه د بهرنیو چارو وزارت وياند زاهد حفيظ چوهدري ووئيل د پاکستان حکومت او اولس د مقبوضه كشمير دغه 22 زام??و ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي كومو چې په كال 1931ﺀ كښې په سری ??ګر كښې د ظالم ډوګره پوځيانو مقابله كولو په مهال د خپلو ځانونو قرباني وركړه۔ وياند ووئيل دغې شهيدانو په كال 1931 كښې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له ځانګړې هلې ځلې كړي كومې چې تر نن ورځې دوام لري۔ هغه ووئيل د كال 2019 اګست مياشتې 5 مې نېټې نه تر دې دمه مقبوضه كشمير كښې د هند قابضو ځواكونو 390 كسان شهيدان كړي۔ وياند ووئيل د تېرو 7 لسيزو په مهال د هند ظلم او زياتے د كشميري اولس حوصلې ماتولو كښې نا??امه راغلے ۔ ویاند یوځل بیا نړیوالې ټولنې ٬ ملګرو ملتونو او د بشري حقو??و تنظيمونو څخه غوښتنه وكړه چې هغه د هند قابضو ځواکونو لخوا د کشمیریانو د پرله پسې بې ګناه وژنو د پېښو تحقیقات وکړي او دې نا??ړه جرمونو كښې ككړ كسان قان??ن سره مخ كړي