اسلام آباد۔22جولائی(اے پی پی) د اسرائیل اېن اېس او ګروپ پیګاسس اسپائی ویئر د لارې د نوموړو هندي سياس??مد??رو ٬ خبريالانو ٬ د بشري حقونو كارمندانو او په حكومت د ټكونو كوؤنكو سره سره د سيد علي ګېلاني په ډول د كشميري حريت لارښودو سېل فون لمبرو خفيه څارنې انكشاف د نرېندر مودي فساطي حكومت لا رسوائۍ سره مخ كړے دے او دا خبره رامخې ته شوې ده چې هند تندۍ سره يو جاسوس ??ېواد جوړېدو پلو روان ??ے۔ د كشمير ميډيا سروس تحقيق څانګې لخوا جاري كړې شوي تجزياتي رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د دی وائر ، دی واشنګټن پوسټ ، دی ګارډین او لی مونډے په شمول 16 میډیا آؤټ لېټس اسرائيل كښې د جوړ كړې شوي اېن اېس او ګروپ لخوا ګرده نړۍ كښې د زرګونو په شمېر سياس??مد??رو ٬ خبريالانو ٬ د بشري حقونو كارمندانو ٬ كاروباري شخصياتو او نور خلقو موبائل فون جاسوسي كولو انكشاف كړې۔ رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د مودي په مشرۍ كښې بھارتيه جنتا پارټۍ په دويم ځل زيات اكثريت سره اقتدار كښې راتللو لپاره د پاكستان يا مسلم مخالف كارډ لوبولو سره سره موبائل فون جاسوسۍ له د يوې آلې په ??وګ?? وكارولو۔ رپورټ كښې وئيلي شوي چې د پاكستان وزيراعظم عمران ??ان يو فون لمبر هم جاسوسي شوې ده۔ د پوهانو له مخې د ناقدين نجي فون لمبرو غلا دا ثابتوي چې د هندوتوا نظريې اتباع كوؤنكي هندي حكومت منطقه كښې د خپلو ناوړه ارادو ترلاسه كولو له هر حد څخه اوړېدې شي۔ د تجزيه كارو وېنا ده چې دې انكشاف هند اسرائيل ساز باز او سيمه ايزې غلبې له د هغي ناوړه منصوبې په ډاګه كړې دي۔ د پوهانو وېنا ده چې د پیګاسس سپائی ویئر د لارې د سېل فونوننو د څارنې دا عمل غېر قانوي او د غندنې وړ دے۔ تجزيه كارو وئيلي چې بھارتیه جنتا پارټی د هندوتوا خپله نظريه عملي كولو له د شاستګۍ او انسانيت تر ټولې ټيټې كچې ته راغلې ده او كومو خلقو چې په دې ټكونه كړي دي دې له به هغوي ته ځواب وركول وي۔