حكومت معاشي استحكام لپاره د برآمد كوونكو ډاډګيرنې ته خاص پاملرنه كوي۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د نېشنل اېكسپورټ ډوېلپمنټ بورډ غونډه

image

اسلام آباد۔27 اګست(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان اړوندو چارواكو ته سپارښتنه كړې چې هغوي د وريژو برآمدات زياتولو له د اوږدې مودې فنانسنګ (اېل ټی اېف) او په اېکسپورټ ری فنانسنګ سکیم فعاله عملدرآمد له ټول ممكنه ګامونه پورته كړي۔ حكومت معاشي استحكام لپاره د برآمد كوونكو ډاډګيرنې ته خاص پاملرنه كوي۔ وزيراعظم د جمعې په ورځ د نېشنل اېکسپورټ ډوېلپمنټ بورډ غونډې مشري كوله دغسې چې په نړيواله منډۍ كښې زيات ماركيټ شيئر ترلاسه كولو له د وريژو برآمد كوؤنكو ډاډګيرنه وكړې شي۔ غونډه كښې د خزانې وزير شوكت فياض ترين ٬ د صنعت او پېداوار وفاقي وزير خسرو بختيار ٬ د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد او اړوندو مشرانو چارواكو ګډون كولو۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د وريژو په څانګه كښې د برآمداتو ښه كولو پراخا امكانات موجود دي۔ د زمكو لېزر ليولنګ او د وريژو كر او رېبلو لپاره د ميكاني طريقې به خپلولو او د فصل د يو اېكړ په سر پېداوار زياتولو سره مونږ برآمدي هدف د 2 بلين امريكائي ډالرو څخه 5 بلين ډالره ته رسولے شوو۔ وزیراعظم اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي د وريژو برآمدات زياتولو له د اوږدې مودې فنانسنګ (اېل ټی اېف) او په اېکسپورټ ری فنانسنګ سکیم فعاله عملدرآمد له ټول ممكنه ګامونه پورته كړي

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں