د پيپلز ګوند د كاغذي كاركردګۍ له امله د سندھ اولس د څښلو اوبه هم نه لري۔ شهباز ګل

image

اسلام آباد۔29اګست(اے پی پی) د وزيراعظم خصوصي مرستيال او وياند ډاكټر شهباز ګل د مراد علي شاه په بيان خپل غبرګون كښې وئيلي دي سندھ حكومت سره د هرې يوې نااهلۍ جواز د وفاق په اړه بې بنسټه او فضول خبرې كول دي۔ د تېرو 13 كلونو نه په سندھ مسلط ګوند د سندھ اولس ته بنيادي آسانۍ هم نه دي وركړې۔ ډاكټر شهباز ګل د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښې ووئيل پنجاب كښې ایئر اېمبولینس سروس پېل كولے شي او د سندھ اولس د رېسكيو سروس نه هم محرومه دي۔ سندھ كښې نن هم يوازې بھټو ژوندے دے ٬ اولس نه۔ ډاكتر شهباز ګل ووئيل سندھ سركار د هر يو څيز ذمه وار وفاق ګرځولو سره بري كېدے نه شي۔ هغه ووئيل د پيپلز ګوند د كاغذي كاركردګۍ له امله د سندھ اولس د څښلو اوبه هم نه لري ٬ دغسې تھر كښې خلق د لوږې نه مري او دننه سندھ كښې د درملنو كومه آساني نشته۔

مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں