اسلام آ??اد 20 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د وزيراعظم هاٶس نه علاوه كوم بل ځائ كېمپ آفس نه دې ډكليئر كړے شوے، بې بنسټه او د ځان نه جوړ شوي خبرونه دې خپاره نه كړل شي.د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل چې د وزيراعظم شهباز شريف د وزيراعظم چوكۍ سنبالولو نه پس بايد په ??ېډ??ا او د سماجي رابطو په وېب پاڼو د بې بنسټه خبرونو خپرولو لړې بند شي. هغې ووئيل چې د وزيراعظم هاٶس نه علاوه كوم بل ځائ كېمپ آفس نه دې ډكليئر كړے شوے، د پوليس فورس او د انتظامي عملې د كوم بل ځائ د تعيناتې په خبرونو كښې هېڅ صداقت نشته. هغې ووئيل چې اداريه ليكوونكو او د ??ېډ??ا ملګرو ته خواست دے چې د كوم داسې بې بنسټه خبر خپرولو نه وړاندې دې تصديق وكړي، د سوشل ??ېډ??ا صارفينو ته هم خواست دے چې داسې منفي پروپېګنډې رد كړي.