اسلام آباد 29 اپرېل (??ے پي پي) پاکستان د روژې مباركې په مياشت كښې د جمعة الوداع په موقع په مسجد اقصيٰ د اسرائيلي ځواكونو د بريد په سختو ټكو غندنه كړې د كوم په نتيجه كښې چې يو شمېر بې ګناه وګړې او مونځ كوٶنكي ژوبل شوي۔ د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ خپل ي?? ب??ان كښې وئيلي دي په تېرو دوو اوونيو ??ښې په مسجد اقصيٰ د اسرائيل د بريدونو په نتيجه كښې نزدې 300 فلسطين??ان ژوبل شوي كوم چې د غندنې وړ فعل دے۔ وياند ووئيل د فلسطينيانو په ضد د اسرائيلي ځواكونو لخوا د طاقت بې درېغه استعمال د انساني اصولو او د بشري حقونو د قوانين خلاف ورزي ده۔ وياند ووئيل مونږ د فلسطين اولس او د فلسطين کاز لپاره د خپل ملاتړ پخلے كوٶ كوم چې تل د پاكستان د خارجه پاليسۍ يو ??تعين اصول پاتې شوي ۔ وياند د پاكستان دا مطالبه بيا راتازه ??ړه چې مونږ د كال 1967 نه وراندې پولو تر مخه د يو عمل وړ٬ خپلواكه او فلسطيني رياست لپاره د خپلې مطابلې تجديد كوٶ د كوم پايه تخت چې به القدس الشريف وي، دا مسئله د فلسطين شخرې يوازنے٬ جامع او تل پاتې حل دے د كوم اظهار چې د ملګرو ملتونو او د او آئي سي په اړوندو قراردادونو كښې هم شوے