اسلام آباد12مئي (ا?? پي پي) د خارجه چارو دوهمې وزيرې حنا رباني کھر وئيلي دي د پخواني وزيراعظم عمران خان د امريكې جمهور ريئس سره د ملاقات نه پس د مقبوضه كشمير آئيني حېثيت بدل شوے، پاکستان د وړومبۍ ورځ څخه د ډرون بريدنوو خلاف ٶ٬ خارجه پاليسي فرد واحد نه بلكې د هې??اد او اولس د مفاداتو له مخې جوړېږي، هند سره تجارتي ي?? سفارتي اړيكو كښې هېڅ قسم بدلون نه دې راغلې، پاکستان د هند پشمول ټولو هېوادونو سره ښې ??ړيكې غواري،د خارجه پاليسۍ بنياد د هې??اد او اولس په مفادو وي، يو هې??اد سره د اړيكوپه بنياد بل هې??اد سره اړيكې نه جوړېږي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ?? نور عالم خان اوفهميده مرزا لخوا د پورته كړو نكاتو په بنيادحنا رباني کھر ووئيل د پاكستان نورو هېوادونو سره د اړيكو انحصار د كوم درېم هې??اد سره په اړيكو نه وي٬ دې ووئېل د ډونلډ ټرمپ سره د پخواني وزيراعظم د ملاقات نه پس داسې هركلے شوے لكه چې ورلډ كپ ئې ګټلے وي٬ د ھغې دورې نه پس د مقبوضه كشمير آئيني حېثيت بدل شوې٬ دې ووئېل د هند كمېشن د حد بندۍ په رپورت د هغه وخت د هند سفير رابللے شوے ؤ او د احتجاج رېكارډ كولو سره پرې د غندنې بيان جاري كړے شوے