اسلام آباد۔14مئی (اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د هېواد تند پرمختګ لپاره د انفارمېشن ټېكنالوجي ??ارولو په حاجت زور راړلو سره وئيلي دي آئي ټي څانګې ته ترجيح وركولو سره پاكستان په كم وخت كښې د پرمختګ پړاؤنه سر كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په جناح پارك كښې ”فیوچر فری لانس فیسټ 2022“ ته خپل خطاب كښې وكړه د كوم اهتمام چې جے اېس بېنك د پاكستان فري لانس اېسوي سي اېشن او نورو ادارو په مرسته كړې وو۔ په دستوره كښې د سپېشل ټېکنالوجی زون اتھارټی چیئرمین عامر هاشمی او د جے اېس بېنک مشر عمران حلیم شېخ په شمول د بېلو ادارو سی ای اوز او آئی ټی پوهانو ګډون وكړو۔ صدر مملکت وو??يل د ځوانانو جذبه او د انفارمېشن ټېكنالوجي ??رمختګ به پاكستان پرمختګ كړې هېواد جوړ كړي٬ د آئي ټي او نورو څانګو پرمختګ سره به د پاكستان سباؤن روښانه شي۔ ده وو??يل ځوانانو ته فني تربيه وركولو له سكل ډوېلپمنټ پروګرام پېل كړې شوې دې چې مقصد ئې ځوانان هنرمند او په معاشي توګه په خپلو پښو اودرول دي۔ ده وو??يل ځوانان ډيجيټل سكلز پلو راغب كولې شي ٬ په شپر مياشتو كښې 22 لکه وګړو ته د سكلز تربيه وركړې شوه۔ ده وو??يل د ډيجيټل مهارتونو كورس تربيه ترلاسه كوؤنكي ځينې ځوانان تر يو نيم لك ډالر ګټي كوم چې يو لويې پېشرفت دې۔ صدر په آئي ټي پوهانو او ځوانانو زور راوړو چې هغوي دې په انفارمېشن ټېكنالوجي ??ښې جدت پلو خپل پام وګرځوي۔ ده وو??يل چين د آئي ټي او په نورو اړوندو څانګو كښې وګړي تربيه كولو سره زبردست پرمختګ كړې۔ ډاكټر عارف علوي وو??يل د آئي ټي څانګه د مېرمنو په كور پاتې كېدو سره په خپلو پښو اودرولو كښې كليدي كردار ترسره كوي۔ ده په آئي ټي كمپنيو زور راوړو چې هغه دې په دې څانګه كښې د مېرمنو د شموليت ډاډګيرنه وكړي۔ د سپېشل ټېكنالوجي زون اتھارټي چيئرمېن عامر هاشمي دستوره كښې په ګډون كولو او د آئي ټي څانګې پرمختګ كښې په ذاتي خوښي لرلو د صدر مملكت منننه وكړه۔ دې نه وړاندې صدر مملكت په بېلو څانګو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤكو ته ايوارډز وركړل.