اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د كورن??و چارو وزير رانا ثناء اﷲ د عمران خان كال په مسترد كولو د اولس مننه كړ?? چې اولس په كورونو پاتې شوے او د فتنه مارچ برخه نه دے ګرځيدلے، پنجاب كښې ځائې په ځائې د يو څو كسانو نه زيات نه دې راوتلي،د عمران د مقبوليت تاثر په خپل مرګ ختم شو، د خېبرپښتونخوا سركاري وسائلو سره د درېو نه تر څلور زره كسانو وسله والې ډلې په اسلام آباد يلغار كول غواړي، د جلسې كولو اجازه ده، د فساد خپريدو اجازه به نه وركوو،څلور كاله معاشي تباهي كونكے ا??س په لانګ مارچ پاتې كمے پوره كوي۔د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب سره خبرې كنفرنس ته وينا كښې د كورن??و چارو وزير ووئيل عمران خان دعوي كړ?? وه چې 20 لكهه كسان به راولم ، بيا ئې ووئيل چې 30 لكهه كسان به راځي خو هغه سره يواځې درې نه تر څلورو زرو كسان موجود دي، پنجاب څخه په بتي چوك او په يو بل ځائے د دوه نيم سوو كسانو قافله وه كومه چې د دوه معززو ميرمنو د ګرفتارۍ خود ساخته دعويٰ نه پس بيرته تللې او د پنجاب اولس د فتنه فساد مارچ برخه ګرځيدو څخه انكار كړ?? ،دغسې د بلوچستان او سندھ اولس هم د فتنه فساد مارچ برخه نه دے ګرځيدلے ۔ده ووئيل د فتنه فساد برخه په نه ګرځيدو د پنجاب اولس مننه كوم، كوم كسان چې د فساد برخه ګرځيدلې هغوې ته خواست دے چې د قام وېشلو تګلارې څخه لري پاتې شي او د دې د برخې ګرځيدو څخه انكار وكړي۔ده ووئيل كے پي كے څخه سركاري پروټوكول او د سركار په مشرۍ كښې كرين او وسله لرونكې درې نه تر څلور زره كسان په وفاق د بريد كولو په نيت راروان دي، د هغوې دا مارچ غير آئيني او غير قانوني دے،ده ووئېل حالت دا دے چې اولس په سړكونو ذليل شوے د ګرمۍ د لاسه ٬ خو نام نهاد انقلابي پخپله په چورلكه او نور په لويو لويو ګاړو كښې ناست دي، انقلابي بايد د مارچ په منظرنامه كتلو پخپله پريكړه وكړي چې د هېواد نظام خراب نه كړي۔ده ووئيل كه مو??ږ ته معلومه وې چې ده سره كسان نشته نو مو??ږ به دومره په لويه كچه بندوبست نه كولے ، فتنه فساد مارچ په نامه د وګړو كاروبار او روزمره ژوند معطل كولو نه علاوه نوره څه ايجنډا نه لري، ده ووئېل مو??ږ د ماشومانو امتحانات هم ځنډولي او په دومره لويه توګه انتظامات شوي خو په سندھ او بلوچستان كښې د فتنه فساد مارچ نامه هم نشته،د عوامي سيلاب ادعا تر مخه دومره لوئ انتظامات شوي چې ورسره اولس ستونزو سره مخ شوے او مو??ږ اولس نه په دې بخښنه غواړو۔د كورن??و چارو وزير ووئيل يوه صوبائي برخه په وفاق بريد كولو لپاره د سركاري وسائلو په غير قانوني توګه استعمال كوي ٬ هغوې به اوس د دې د نتيجو سره هم مخ كېږي۔ ه ووئيل فتنه فساد مارچ له د درېو نه تر څلورو بجو د جي نائن په سرينګر هائي وے رارسيدل وو خو تر اوسه هلته څوك هم نشته ، چوهدري فواد حسېن به لوئې لوئې ادعاګانې كولې هغه هم د يو څو كسانو ډلې سره بې دركه شوے۔ رانا ثناء اﷲ ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت څلور كاله د هېواد معيشت، سياست او اخلاقيات ختم كړي او په 25 مئي د فتنه فساد مارچ اعلان ئې ځكه كړ?? چې آئي اېم اېف سره د حكومت رواني خبري اتري ونه شي او د كشمير په اړه حريت لارښود ملك ياسين د سزا په ورځ د نړۍ پام د دې مسئلې څخه بل پلو شي۔ده ووئيل د ياسين ملك كوروداني وئيلي وؤ چې په نن ورځ سياسي احتجاج دې وځځنډولے شي خو نام نهاد انقلابي لارښود د هغې خبره هم وانه وريدله او د پاكستان اولس فتنه فساد مارچ برخې ګرځيدو څخه انكار وكړو او دا مارچ يواځې تر سوشل ميډيا محدود پاتې شوے۔ د كورن??و چارو وزير ووئيل په دې مو??ع ميډيا هم مثبت كردار ترسره كړ?? كوم چې د ستائنې وړ دے، د كے پي كے د اړخه چې كوم كسان د شرخوښۍ لپاره راځي ٬ د هغوې به په لاره كښې د زړه پورې مدارت بندوبست شوے۔ د كورن??و چارو وزير ووئيل د سپريم كورټ معزز بنچ د احكامات بشپړه پاسداري به كولې شي،د سپريم كورټ د احكاماتو په رڼا كښې به مذاكراتي ډله جوړېږي خو زه به دغه مذاكراتي ډله كښې نه يم۔ده ووئيل په 2014ء كښې د عدالتي پريكړې باوجود هغه كسانو بيا دهرنه كړ?? او تر څو ورځو اسلام آباد كښې ئې دهرنه وركړې ، په پي ټي وي بريد شوے او عمله يرغمال شوې ، هيله لرو چې عدالت عظميٰ به په دې اړه تفصيلي پريكړه كښې دغه محركات هم اوګوري۔د كورن??و چارو وزير ووئيل د كشمير د آزادۍ په تحريك كښې د ياسين ملك خذمات د ستائنې وړ دي او ټول قام د حريت لارښود په خذمات وياړ لري،يو پلو په 25 مئي د هند سركار هغه ته د بې ګناهۍ باوجود سزا اوروله او بل پلو فتنه فساد مارچ روان دے۔د يوې پوښتنې په ځواب د كورن??و چارو وزير ووئيل د تصادم ذمه وار به بريد كونكے وي، مو??ږ به د فتنه فساد مخنيوي لپاره تګلاره جوړوو ، لاهور كښې چې كوم كانسټيبل شهيد شوے حكومت د هغه د كورنۍ سره رابطه كړ?? او د هغوې ډاډګيرنه ئې كړ?? ، مقدمه درج كړ?? شوې او ذمه وار به انجام ته رسولې شي۔